Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چارواکي: وسله والو طالبانو د کجکي پر بند توغندي توغولي

لښکرګاه (پژواک، ۸ تله ۹۶): چارواکي وايي، وسله والو طالبانو دکجکي ولسوالۍ د اوبو او برېښنا پر بند توغنديز بريدونه کړي، خوطالبان دغه  بريدونه ردوي .

د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند دوم څارن عبدالسلام افغان د تلې په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته  وويل، دغه بريد​ تېره شپه شوی دى.

د هغه په وينا، د بريد موخه د اوبو بند و، خو توغندي په لږ لرې فاصله کې لګېدلي، مالي زيانونه​ نه لري، خو د کجکي بند يو مامور ټپي شوى دى.

افغان په دې اړه نور جزييات ورنه کړل، خو په ډاګه يې کړه چې توغندي د طالبانو له تر  واک لاندې سيمو څخه توغول شوي دي.

يوه بله حکومتي سرچينه وايي، د توغنديو پاتې شونو او ټوټو څخه ښکاري چې  دا توغندي ايراني دي او د ځانګړو موخو لپاره طالبانو ته ورکړل شوي دي.

د طالبانو وياند يوسف احمدي د کجکي پر بند توغنديز بريدونه ردوي او وايي چې دوی د برېښنا له بند او ټولې پروژې سره ډېر احتياط کوي او کوم مشکل نه ورته جوړوي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.