ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپيسا کې چاودنې نهه تنه ټپيان کړل

کاپيسا کې چاودنې نهه تنه ټپيان کړل

author avatar
30 Sep 2017 - 11:12
کاپيسا کې چاودنې نهه تنه ټپيان کړل
author avatar
30 Sep 2017 - 11:12

محمود راقي  (پژواک، ٨ تله ٩٦) : د کاپيسا په دويم کوهستان ولسوالۍ کې د چاودنې له امله نهه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي د تلې په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چاودنه نن سهار  شاوخوا نهه بجې د دويم کوهستان ولسوالۍ د جمال اغې په بازار کې  شوې ده.

هغه زياته کړه، چاودېدونکي توکي په يوه بايسکل کې ځاى پر ځاى شوي وو او د ريموټ کنټرول په وسيله چاودنه ورکړل شوې ده.

د يوسفزي په وينا، په دې چاودنه کې درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

خو د کاپيسا د ملکي روغتون يوه مسوول ډاکټر اغا شيرين پژواک اژانس ته وويل،   روغتون ته د يوه ماشوم په ګډون ٨ ټپيان راوړل شوي دي.

د هغه په وينا، کېداى شي يو شمېر ټپيان د پنجشېر اېمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي وي.

د دويم کوهستان د جمال اغې د بازار يو تن دوکاندار احمد شبير پژواک ته وويل، يو شمېر ټپيان محمود راقي او ځينې پنجشنېر ته ولېږدول شول.

خو د والي وياند قيس قادري وايي، په دغه چاودنه کې د دوو ماشومانو په ګډون ٩ تنه ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.