ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې د يوه پله د جوړېدو چارې پيل شوې

په خوست کې د يوه پله د جوړېدو چارې پيل شوې

author avatar
1 Oct 2017 - 13:43
په خوست کې د يوه پله د جوړېدو چارې پيل شوې
author avatar
1 Oct 2017 - 13:43

خوست ښار (پژواک، ۹ تله ۹۶): د خوست مرکز اړوند د مرديخېلو پر خوړ د يوه پول د جوړېدو چارې پيل شوې چې په بشپړېدو سره به يې د لسګونو زرو خلکو د تګ راتګ ستونزه هواره شي.

د خوست والي حکم خان حبيبي د دې پول د بنسټ ډبرې اېښودو پرمهال پژواک اژانس ته وويل، چې دا پول به د ۵۱ مترو په اوږدوالي او د ۸ مترو سور په درلودو سره په راتلونکي يو کال کې بشپړ شي.

هغه زياته کړه، پر دې پول ۲۴ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې د فوايد عامې وزارت يې ورکوي او  پر جوړېدو سره به يې د تڼيو  ولسوالي د خوست له مرکز سره ونښلول شي.

هغه وويل: ((د دې پول په جوړېدو سره به زموږ ډېری هغه ستونزې هوارې شي، چې د سيلابونو پرمهال به ورسره مخ وو او زموږ د ژوند په ټولو برخو کې به د اسانتياوو رامنځته کېدو لامل وګرځي.))

والي حکم خان حبيبي وويل، په دې ولايت کې تر ډېره بريده د پلونو اړتيا رفع شوې ده، خو د ځينو سيمو لپاره د پلونو پر جوړولو کار روان دی او په نږدې راتلونکې کې به يې چارې پیل شي.

نوموړي زياته کړه: ((د خاني خوړ، غلنګ، هارون خېل او چنارګي پلونو تدارکاتي چارې مخته تللې او په نږدې راتلونکې کې به يې د جوړېدو کارونه پيل شي.))

د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي نجيب الله له پژواک اژانس سره په خبرو کې د ياد پله پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې په دې سره به يې د تګ راتګ پرمهال شته ستونزې هوارې شي.

هغه وويل، چې د سيلاب پرمهال يې د خوست له مرکز سره لاره تړل کېږي، ناروغان او يا ټپيان په خپل وخت روغتون ته نه رسېږي او دغه راز ځينې نورې بېړنۍ اړتياوې هم ژر نه شي پوره کولی.

نوموړي وويل: ((يوه ورځ دلته په دغه خوړ کې سيلاب د يوې کورنۍ پنځه غړي يوړل او مړه يې کړل . اوس چې دا پول جوړېږي، انشاالله زموږ ستونزې به ورسره هوارې شي.))

که څه هم تر ډېره بريده د پلونو اړتيا رفع شوې، خو د خلکو په وينا په ځينو هغو سيمو کې چې لا هم يو شمېر پلونو ته اړتيا ده، اوس هم د موسمي بارانونو له امله د سيلابونو د راوتو پرمهال خلک له ستونزو سره مخ کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.