لښکرګاه (پژواک،۱۱تله۹۶): هلمند کې د مدني ټولنو غړي وايي، له تېرې يوې اونۍ راهيسې د وسله والو طالبانو په حکم ټولو مخابراتي شبکو خپل فعاليتونه بند کړي دي.
د مدني ټولنو غړو نن د تلې په يوولسمه مرکز لښکرګاه کې د يوې غونډې په ترڅ کې وويل چې وسله وال طالبان بايد د عامه خدمتونو مخه ډب نه کړي.
په دې غونډه کې د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر خداينور خانزاد وويل، له تېرې يوې اونۍ راهيسې د وسله والو طالبانو په حکم مخابراتي شبکو خپل فعاليتونه بند کړي دي.
ده زياته کړه، د دې شبکو د فعاليت به بندېدو سره د عامو خلکو ترڅنګ سوداګرو ته هم ميليونونه افغانۍ زيان اوښتى دى.
خو هغه په دې برخه کې نور جزئيات ورنکړل.
خانزاد له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د دې ستونزې د حل لپاره دې جدي اقدام وکړي.
د نوموړي په وينا، حکومت بايد د دې شبکو د انتنونو او دفترونو د امنيت کلکه ساتنه وکړي.
دغه راز خانزاد د يادو شبکو له مسوولينو هم غوښتنه وکړه چې خلکو ته ځواب ورکړي چې ولې يې خپل فعاليتونه بند کړي دي.
دغه راز د مدني ټولنې بل غړي عبدالحق ځواک هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل، د نورو ستونزو ترڅنګ مخابراتي ستونزې هم په هلمند کې پيدا شوې دي.
هغه زياته کړه: ((د دې ولایت خلک په هره برخه کې ځورېدلي دي، روغتیا، ښوونې، روزنې او دې ته ورته نورې کلیدي برخې له فلج سره مخ دي، دا دی اوس د طالبانو امر په لښکرګاه چلیږي، چې دا په ښکاره د حکومت ضعف دی.))
دغه راز په دې غونډه کې يو قومي مشر بايزيدخان وويل، په لښکرګاه ښار کې د طالبانو د حکم پلي کېدل د حکومت د کمزورتيا په معنا دى.
هغه زياته کړه: ((مخکې مو کمې ستونزې درلودې چې اوس يې ټيلېفونونه هم راباندې بند کړل.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن