منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۷ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“په هلمند کې طالبانو د مخابراتي شبکو فعاليتونه بند کړي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۲ کتنې

لښکرګاه (پژواک،۱۱تله۹۶): هلمند کې د مدني ټولنو غړي وايي، له تېرې يوې اونۍ راهيسې د وسله والو طالبانو په حکم ټولو مخابراتي شبکو خپل فعاليتونه بند کړي دي.

د مدني ټولنو غړو نن د تلې په يوولسمه مرکز لښکرګاه کې د يوې غونډې په ترڅ کې وويل چې وسله وال طالبان بايد د عامه خدمتونو مخه ډب نه کړي.

په دې غونډه کې د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر خداينور خانزاد وويل، له تېرې يوې اونۍ راهيسې د وسله والو طالبانو په حکم مخابراتي شبکو خپل فعاليتونه بند کړي دي.

ده زياته کړه، د دې شبکو د فعاليت به بندېدو سره د عامو خلکو ترڅنګ سوداګرو ته هم ميليونونه افغانۍ زيان اوښتى دى.

خو هغه په دې برخه کې نور جزئيات ورنکړل.

خانزاد له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د دې ستونزې د حل لپاره دې جدي اقدام وکړي.

د نوموړي په وينا، حکومت بايد د دې شبکو د انتنونو او دفترونو د امنيت کلکه ساتنه وکړي.

دغه راز خانزاد د يادو شبکو له مسوولينو هم غوښتنه وکړه چې خلکو ته ځواب ورکړي چې ولې يې خپل فعاليتونه بند کړي دي.

دغه راز د مدني ټولنې بل غړي عبدالحق ځواک هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل، د نورو ستونزو ترڅنګ مخابراتي ستونزې هم په هلمند کې پيدا شوې دي.

هغه زياته کړه: ((د دې ولایت خلک په هره برخه کې ځورېدلي دي، روغتیا، ښوونې، روزنې او دې ته ورته نورې کلیدي برخې له  فلج سره مخ دي، دا دی اوس د طالبانو امر په لښکرګاه چلیږي، چې دا په ښکاره د حکومت ضعف دی.))

دغه راز په دې غونډه کې يو قومي مشر بايزيدخان وويل، په لښکرګاه ښار کې د طالبانو د حکم پلي کېدل د حکومت د کمزورتيا په معنا دى.

هغه زياته کړه: ((مخکې مو کمې ستونزې درلودې چې اوس يې ټيلېفونونه هم راباندې بند کړل.))

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د هلمند د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئيس اميدالله زهير پژواک ته وويل، د دې ستونزې د حل په موخه يې وزارت ته مکتوب استولى دى.

ده زياته کړه، د مکتوب ځواب تر اوسه نه دى ورغلى، خو چارواکو يې د حل په برخه کې ژمنې کړې دي.

زهير وايي، سلام مخابراتي شبکه په دغه ولايت کې فعاليت لري، نو خلک کولاى شي له دې شبکې څخه استفاده وکړي.

ده زياته کړه: ((موږ د خصوصي شبکو په کارونو کې ډېره مداخله هم نه شو کولاى، ځکه هغوى په خپلو چارو کې خپلواک دي.))

د اړوندې موضوع په اړه د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې مخابراتي شبکې د دوى په امر بندې کړاى شوې دي.

هغه وايي: ((له دې شبکو څخه يې استخباراتي ګټه پورته کوله، نو ځکه مو بندې کړې دي؛ هر وخت چې دغه مشکل حل شو، دغه شبکې به بېرته خپل فعاليت پيل کړي.))

د يادونې وړ ده چې د هلمند  باغران، ديشو، موسى کلا، نوزاد، خانشين او سنګين ولسواليو کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى او د مرکز لښکرګاه د ځينو سيمو ترڅنګ د نادعلي، واشير، مارجې، ناوې، ګرمسير او ګرشک ولسواليو يواځې مرکزونه له حکومت سره دي او پاتې نورې سيمې د طالبانو په لاس کې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه