ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپيسا کې دوه پوليس وژل شوي

کاپيسا کې دوه پوليس وژل شوي

author avatar
4 Oct 2017 - 11:05
کاپيسا کې دوه پوليس وژل شوي
author avatar
4 Oct 2017 - 11:05

محمود راقي  (پژواک، ١٢ تله ٩٦) : د کاپيسا ولايت په دويم کوهستان ولسوالۍ کې د وسله والو په يوه بريد کې دوه پوليس وژل شوي دي.

د دغه ولايت د لومړي کوهستان ولسوال عبدالفتاح شفيق د تلې په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پېښه تېره ورځ ناوخته د دويم کوهستان د خمروبا په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه،د وسله والو مخالفينو په يوه بريد کې دوه پوليس وژل شوي او بريدګر له سيمې څخه تښتېدلي دي.

شفيق وايي، يو ملي پوليس د کابل او بل يې د کاپيسا اړوند وو.

د دويم کوهستان ولسوالۍ  جمال اغې سيمې يو تن اوسېدونکي اغا شيرين پژواک اژانس ته وويل  چې په دې وروستيو کې يې په ولسوالۍ کې امنيتي پېښې زياتې شوې دي.

هغه زياته کړه، د شپې له خوا د وسله والو مخالفينو فعاليتونه زيات شوي او په ځينو سيمو کې داعش وسله وال هم ليدل شوي دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.