کابل (پژواک،٢٠لړم٩٦): د افغانستان د جزايي واحد کوډ چې په دې لړ کې د ٣٣ قوانينو ټولګه ده او په کې ځينې مادې اصلاح يا تعديل شوې دي، په رسمي توګه معرفي شو.
د ولسمشر دويم مرستيال محمد سرور دانش، نن په هغو مراسمو کې چې په دې اړه په کابل کې جوړ شوي و، وويل چې د جزا کوډ د ملي يووالي حکومت يوه مهمه لاسته راوړنه ده چې په افغانستان کې د قانون او قانون جوړونې په برخه کې د جوړښت، محتوا او بڼې له پلوه يو ستر بدلون ګڼل کېږي.
هغه زياته کړه: "د افغانستان د جزا قانون او مدني قانون ٤٠ ډېر کلونه تېر شوي چې په قوانينو کې د جزا د حکمونو موضو عاتو تيت پرک والي، د قوانينو ترمنځ ټکر او پرله پسې تعديلاتو دا ايجابوله چې د جزا ټول حکمونه په يوه واحد قانون کې راټول کړى شي."
د ولسمشر دويم مرستيال وويل: "دا يو نوى نوښت دى او په ډېرو کمو هېوادونو کې دا ډول قانون شته او د افغانستان د حقوقي نظام، د قانون د واکمنۍ او قانون جوړونې پر لور يو ګام ګڼل کېږي."
د ده په وينا، د جزا د نوي کوډ په نافذېدو سره په دې لړ کې له ٣٠ډېر نور قوانين لغوه شوي او په دې توګه به په عدلي او قضايي ارګانونو کې کاري بهير په لا ډېرې روڼتيا او اسانۍ سره تعقيب شي.
د عدليې وزير عبدالبصير انور وويل، د جزا نوى کوډ د ١٣٩٥کال د کب په ١٢مه د دولت د کابينې له خوا تاييد او ورپسې د ولسمشر له خوا توشيح شو.
د هغه په وينا، د قوانينو دغه ټولګه د روان کال د غويي مياشتې په ٢٥مه په رسمي جريده کې خپره او له نشرېدو څخه يې ٩مياشتې وروسته نافذ کېږي؛ خو د ملي شورا تصويب ته اړتيا لري.
په ورته وخت کې د ولسمشر دويم مرستيال وويل، د جزا د کوډ جوړېدو بهير پېچلى او وخت ته اړتيا لري او زياته يې کړه، هيله لري په ملي شورا کې د خلکو استازي يې په تصويب کې په "حساسيت" او" لا ډېر غور" سره عمل وکړي.
د افغانستان د جزا کوډ د اصلاح د کمېټې مشر محمد اشرف رسولي وويل: "ډېر قوانين مو درلودل او دې هر قانون ځانګړي حقوقي ادبيات درلودل چې يو له بل څخه توپېر درلود او آن په ځينو ځايونو کې سره په ټکر کې و؛ خو د قاضي، څارنوال، مدافيع وکيل او د دې برخې ټولو اړونده کسانو د اسانه لاسرسي لپاره د جزا کوډ برابر شو."
هغه زياته کړه: "د جزا په تېرو قوانينو کې د جرم او جزا ترمنځ تناسب نه و؛ په ډېرو مواردو کې تناسب داغي شوى په ځانګړې توګه په هغه ځاى کې چې لازمه وه له حقوقي ادبياتو څخه کار واخلو، تناسب مو رعايت کړى او هڅه شوې چې په دغه قانون کې نړيوال سټنډرډونه رعايت کړو."
د رسولي په وينا، په نوي کوډ کې د ځينو جرمونو لپاره چې حبس يې په ځان پسې درلود، د تعديل موضوع مطرح شوې ده او دغه راز د انټرنيټي، بچه بازي، د ځمکې د غصب، اداري فساد، چاپېريال ساتنې، ټاکنو په شمول د ځينو جرمونو لپاره چې په جرم نه و پېژندل شوى، د جزا په نوي کوډ کې جرم پېژندل شوى دى.
د افغانستان د جزايي کوډ د اصلاح کمېټې مشر وويل چې د ځينو ملاحظاتو له مخې يواځې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي له منځه وړلو قانون له دغه قانون څخه خپلواک پاتې دى او په ياد شوي کوډ کې نه دى شامل.
login or register a new account.