کندهار ښار (پژواک، ٢٢ لړم ٩٦): چارواکي وايي چې په کندهار ولايت کې څلور ځانمرګي بريدګر موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوي دي.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء دراني د لړم په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه په معروف ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو يو هاموې موټر له چاودېدونکو توکو ډک کړى و او غوښتل يې چې د معروف ولسوالۍ پر ودانۍ او امنيې قوماندانۍ ډله ييز بريد وکړي.
د دراني په وينا، بريدګر د پوليسو له خوا پېژندل شوي وو او موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوي دي.
د امنيې قوماندانۍ وياند وويل چې هاموې موټر ته د انجنيرۍ ټېم له خوا چاودنه ورکړل شوه.
دى وايي چې په دې پېښه کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.