Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

رابرټ سيمپسن : افغانان جنګ خوښوونکي نه،بلکې ډېر مينه ناک دي

مزارشريف (پژواک، ۲۸ لړم۹۶) : پر پښتو شاعرۍ مين انګرېز وايي، که نوره نړۍ پښتو شاعري ولولي؛ نو پوه به شي چې افغانان جنګ خوښوونکي نه؛ بلکې ډېر مينه ناک دي.

له شپېتو کلونو ډېر عمر لرونکی دغه انګرېز رابرټ سيمپسن نومېږي چې په پښتو روانې خبرې کوي او د رحمان بابا دېوان يې انګليسي ته ژباړلی دی.

نوموړي بلخ ته سفر کړی و، پژواک خبري اژانس ورسره د لړم په ۲۸مه، د پښتو ژبې د زده کولو، د رحمان بابا دېوان ژباړلو او د پښتو شاعرۍ په اړه  مرکه کړې ده.

رابرټ د کوزې پښتونخوا پېښور په يوه پوهنتون کې د ساينس استاد دى چې د پښتنو محصلينو د لرلو له امله له پښتو ژبې سره اشنا شوى.

نوموړي زياته کړه : ((ټول محصلين مې پښتانه وو، دوی به خپلو کې په پښتو خبرې کولې، ماته به يې خوند راکاوه، نو لازمي مې وګڼله چې بايد دا ژبه زده کړم، چې تدريس کې له مشکلاتو سره مخ نه شم.))

رابرټ وايي،  پښتو يې له خپلومحصلينو سره په دوستۍ او ملګرتيا زده کړه.

خو نوموړی همدلته تم نه شو. وايي چې له پښتنو به يې خبرو کې شعرونه او متلونه اورېدل او ده ته بې خوند ورکاوه.

رابرټ وايي، له پوښتنو وروسته پوه شو چې پښتانه په خپلو خبرو کې د رحمان په نامه د شاعر شعرونه  ډېر وايي.

هغه په همدې تړاو وويل: ((دا راته جالبه وه چې د يوې ژبې عام وګړي، په عادي خبرو کې دومره شاعري وکاروي. نو دلچسپي مې زياته شوه، خو ستونزه مې دا وه چې رحمان مې نه پېژانده.))

رابرټ وويل، اراده يې وکړه چې بايد رحمان ولولي.

نوموړی د رحمان بابا له شاعرۍ اغېزمن شوى، تر دې چې له پښتو شاعرۍ سره يې مينه پيدا کېږي.

د هغه په وينا، نيت يې وکړ چې د پښتو شاعرۍ دغه اغېز بايد پر ټولو انګرېزانو وي؛ نو تصميم نيسي چې د رحمان بابا دېوان  انګليسي ته وژباړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.