لښکرګاه(پژواک،د ليندۍلومړۍ نېټه ٩٦): د هلمند سلګونو قومي مشرانو له حکومت نه غوښتنه وکړه چې بايد دې ولايت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په کابېنه کې دې هم ځاى ورکړي.
دغه غونډه د ليندۍ په لومړۍ نېټه په مرکز لښکرګاه کې د سلګونو قومي مشرانو په ګډون جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې قومي مشر فقيرمحمد عسکر وويل چې تېرو څو کلونو کې حکومت دې ولايت ته سمه پاملرنه نه ده کړې.
هغه وايي: (( له موږ سره د مور او ميرې چلند کيږي، په کابينه کې هم حق نه دى راکړل شوى خو نا امني بيا زموږ په برخه رسېدلې ده.))
د ده په وينا، په هلمند کې د وروستيو جګړو له امله ښوونځي تړل شوي، روغتونونه ويجاړ شوي او پرمختيايي پروګرامونه هم په نشت حساب دي.
دغه راز په دې غونډه کې د ناوې ولسوالۍ قومي مشر عبدالمالک هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې هلمندي ځوانان تر ټولو ډېره قرباني ورکوي خو نا امني هم بيا په همدې ولايت کې ډېره ده.
هغه وايي: (( زموږ ولايت د جنګ ډګر دى، د نشه يي توکو مرکز دى، مشکلات ټول همدلته دي خو په ټول نظام کې يې بيا لوړه څوکۍ نه ده راکړې.))
ده له قومي مشرانو غوښتنه وکړه چې په دې ولايت کې د سولې راوستو او امنيت د ټينګښت لپاره سره يو شي.
يو شمېر نورو قومي مشرانو هم ورته څرګندونې وکړې.
دغه راز په دې غونډه کې د ولايتي شورا غړي سيف الملوک نوري هم وويل چې په ډېرو ملي مسايلو کې هلمنديان بې برخې دي.
هغه وويل: (( په کابينه کې موږ ته ځاى نه دى راکړل شوى، پر ټولو لوړ پوستونو نور خلک کار کوي.))
ده زياته کړه چې په دې ولايت کې د اداري فساد کچه هم ډېره لوړه شوې چې قومي مشران يې د مخنيوي هڅې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن