Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پل خشتي جومات د بيا رغونې کار پيل شو

 کابل(پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٦): د ښار او کور جوړونې وزارت په کابل ښار کې د پل خشتي جامع جومات د بيارغونې کار په ١١٧ ميليون افغانيو لګښت سره پيل کړ.

 د ښار او کور جوړونې  وزير سيد سعادت منصور نادري د پل خشتي جومات د بيارغونې کار د پيل مراسمو ته وويل چې دا جومات په تېرو کلونو کې د بېلابېلو حوادثو په ځانګړي ډول زلزلې په سبب زيانمن شوى چې له امله يې بيا رغونه او ترميم د ولسمشر د فرمان پر بنسټ نن پيل شوه.

هغه زياته کړه:((د پل خشتي جومات ترميم څه باندې ١١٧ ميليونه افغانۍ لګښت غواړي چې د ښار جوړونې وزارت له بوديجې ورکول کېږي او د پروژې کار به د ١٣٩٨ کال د غويي مياشتې په وروستيو کې پاى ته ورسېږي.))

د ښار او کور جوړونې وزير وويل چې په پل خشتي جومات کې به ځينې برخې نوې شي چې د جومات د امام لپاره د اوسېدو ځاى، د هرات له مرمرو  د جومات د چت بيارغونه  او د اړتيا وړ برېښنايي تجهيزاتو لګول په کې شامل دي.

 ولسمشر غني د تېر کال په وري مياشت کې په پل خشتي جومات کې د لمانځه ادا کولو نه وروسته ددې جومات بېلابېلې برخې چې د زلزلې په سبب زيانمنې شوې وې، وليدې او لارښوونه يې وکړه چې د جومات بيا رغونه دې په بنسټيز ډول تر سره شي.

ددې جومات د جوړېدو چارې په ١١٨٧ هجري قمري کال کې د تيمورشاه دراني د سطلنت پرمهال پيل شوې، خو نيشاپور، سند او بلوچستان ته د نوموړي د اوږدو  سفرونو او ځينو نورو لاملونو لکه د وزيرانو کورني اختلاف ددې لامل شول چې کار يې نيمګړى پاتې شي. له تيمور شاه وروسته د هغه زوى شاه زمان په ١٢١٣ه ق کال کې ددې جومات کار بشپړ کړ.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.