Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سرچینه: هېواد ته د جنرال دوستم د راتلو مخه یو ځل بیا نیول شوې

مزارشريف (پژواک، ۲٣ ليندۍ ۹۶): د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، افغانستان ته د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم د راتلو مخه یو ځل بیا نیول شوې ده.

جنرال دوستم د روان کال په لومړیو کې د جنبش ګوند له پخواني مرستیال احمد ايشجي سره تر ناوړه چلند وروسته ترکیې هېواد ته تللی دی.

نوموړي په ترکيه کې د بلخ له والي عطامحمد نور او د اجرائيه رياست له دويم مرستيال حاجي محمد محقق سره په ګډه د حکومت پر وړاندې د نجات افغانستان په نامه ايتلاف جوړ کړ.

نوموړي څو مياشتې مخکې هم هېواد ته د راتلو هڅه کړې وه خو افغان حکومت یې الوتکې ته د مزارشریف په هوايي ډګر کې د ناستې اجازه ور نه کړه.

پژواک ته د تازه رسېدلو معلوماتو له مخې چې جنرال دوستم تېره شپه يو ځل بيا مزارشريف ته د راتګ هڅه کړې ده، خو بريالی شوی نه دی.

پژواک اژانس ته د ليندۍ په ۲٣مه يوې معتبرې سرچينې وويل چې جنرال دوستم یو ځل بیا غوښتل له ترکيې افغانستان ته راشي.

سرچینه وايي چې نوموړی په همدغه نیت ازبکستان ته تللی او هوډ یې درلود چې تېره شپه مزارشريف ته پرواز ولري خو د نا څرګند دلیل له امله يې الوتنه ځنډېدلې ده.

سرچينه وايي چې د ملي وحدت حکومت لومړی مرستيال دمګړۍ په ازبکستان کې دی او هڅه کوي د افغانستان شمال ته راشي.

خو بل لور ته د جنبش ګوند وياند بشير احمد تينج يادې څرګندونې رد کړې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.