مزارشريف (پژواک، ۲۶ ليندۍ، ۹۶): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د چاودنې له امله يو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د ليندۍ په ۲۶مه، پژواک ته وويل چې پېښه د ښار سوېل لور ته په نور چوک کې شوې ده.
نوموړي زياته کړه، شخصي سرف موټر کې د چسپکي ماين له امله چاودنه شوې، چې درې کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هغه په وينا، يو کس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي چې درې واړه ملکي وګړي دي.
قادري د پېښې د لامل په تړاو وويل، په اړه يې څېړنې روانې دي.
ددې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى .
په دې وروستيو کې په مزارشريف ښار کې د ورته چسپکي ماينونو چاودنې زياتې شوې دي.
دوه اوونۍ وړاندې هم د ښار په بلخ دروازه سيمه کې د چسپکي ماين له امله يو کس وژل شوی و.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP