کندهار (پژواک، ۳۰ ليندۍ ۹۶): له هغه وروسته چې ولسمشر د بلخ د والي عطا محمد نور استعفا منظور کړه، د کندهار او زابل ولایتي شوراګانو رییسانو او یو شمېر قومي مشرانو په دې اړه غبرګون وښود.
په یوه خبري غونډه کې چې د کندهار د ولایتي شورا د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د کندهار او زابل د ولایتي شوراګانو ریيسانو او یو شمېر مخورو د عطا محمد نور لرې کېدل په هېواد کې د روان وضعیت پر زیان وباله.
د کندهار ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال وویل، د حکومت وروستۍ پرېکړه هېواد نور هم د جګړې لور ته بیايي او پر حوزو یې وېشي.
هغه زیاته کړه، اوسنی حکومت له قانوني لارې نه دی راغلی، بلکې یو سهامي شرکت دی چې عطامحمد نور ته په کې د بلخ والیتوب په ونډه رسېدلی دی.
د ده په خبره، د حکومت او جمیعت ګوند تر منځ اوسنی اختلاف هېواد نور هم بحران ته بیايي، خو ولس به اجازه ور نه کړي چې دغسې څه وشي.
د خاکرېزوال په باور، د ولسمشر دغه پرېکړه په شمال کې جګړې ډېرولی شي او ښايي د هغه نیت دا وي چې په دې توګه د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې یا وځنډېږي او یا له درغلیو ډکې وي.
هغه پر ولسمشر نیوکه وکړه چې یو ځل یې خپل لومړنی مرستیال جنرال دوستم وشاړه، بیا یې احمد ضیا مسعود له دندې لرې کړی او اوس یې عطا محمد نور له دندې ګوښه کړ.
دی وايي، همدا اوس په هېواد کې جګړو زور اخیستی او د مرګ ژوبلې کچه ورځ تر بلې لوړېږي.
نوموړی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې خپله پاتې موده دې پوره کړي او لانجې دې نه جوړوي.
ده له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له بحران څخه د هېواد د وتلو په موخه دې لویه جرګه را وغواړي.
د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان حق بیان وویل، له هغې ورځې چې د ملي وحدت حکومت راغلی په هېواد کې جګړو زور اخیستی او حالات د بحران خوا ته روان دي.
ده زیاته کړه، اوسنی حکومت د یوه تفاهم له لارې په وجود راغلی او پرته له دې چې په هېواد کې ستونزې جوړې کړي، خپله دوره دې پای ته ورسوي.
login or register a new account.