کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٦): د اسلامي جمعيت د انسجام شورا د ارګ له خوا د بلخ د والي د استعفا د منظوري له پرېکړې څخه د ملاتړ ترڅنګ له ولسمشر څخه د حکومت دننه او بهر د قدرت د جزيرو د مهارولو غوښتنه کړې ده.
ولسمشر محمد اشرف غني، درې ورځې وړاندې د بلخ ولايت له مقامه د عطامحمد نور استعفا منظور کړه، خو نور د ارګ د دغې پرېکړې د نه منلو اعلان کړى دى.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني، پرون ماښام د اسلامي جمعیت د انسجام شورا له غړو سره وکتل.
سرچينه کاږي، په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د ولسي جرګې غړي سید اکرام الدین ، قاضي رازمحمد دلیلي، پوهنوال رحیم بېګ یعقوبي او د ولسي جرګې غړي غلام فاروق مجروح د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.
هغوی وویل، جمعیت په بېلابېلو تاریخي پړاوونو کې د هېواد د ثبات او امنیت لپاره مبارزه کړې او قربانۍ یې ورکړي او د اوسني نظام د ملاتړ لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
د اسلامي جمعیت د انسجام شورا غړو وویل، اسلامي جمعیت یو پراخ ملي ګوند دی چې ټول قومونه په کې شامل دي.
دوى زیاته کړه، د افغانستان د اساسي قانون مطابق په دولت کې، تقرر، تبدیلي او تقاعد یو اصل دی او دوى د دې اصل ملاتړ کوو.
دوى ويلي: "د حکومت دننه او بهر د قدرت د جزیرو شته والی سولې او ثبات ته زیان رسوي او له ولسمشر څخه غواړو چې د قدرت د دې جزیرو د مهارولو کوښښ وکړي او موږ په دې برخه کې د حکومت د تصمیمونو ملاتړ کوو."
دغه راز دوی زياته کړې: "موږ په تېرو څو لسیزو کې د هېواد د ثبات او امنیت د تامین په خاطر مبارزه کړې او قربانۍ مو ورکړي او له اوسني نظام څخه زموږ ملاتړ دوام لري."
د هغوى په وينا، موږ ټول باید د حکومت په ګډون په مهمو ملي مسایلو کې د یو بل ترڅنګ د نظام د ټینګښت لپاره کار وکړو.
د اسلامي جمعیت د انسجام شورا غړو د امنیت د ټینګښت، اصلاحاتو، د فساد پر ضد مبارزې او اقتصادي برنامو په برخو کې د حکومت له کوښښونو خپل ملاتړ څرګند کړ.
هغوی وړانديز وکړ چې د اسلامي جمعیت د ملي انسجام شورا موجوده کدرونه دې په بېلابېلو دولتي بنسټونو کې استخدام شي او د سولې په پروسه کې دې د دوی له نفوذ څخه استفاده وشي.
login or register a new account.