ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار په نمک اب کې یو شمېر ماشومان د پور په بدل کې کار ته اړ ایستل کېږي

د تخار په نمک اب کې یو شمېر ماشومان د پور په بدل کې کار ته اړ ایستل کېږي

author avatar
27 Dec 2017 - 12:33
د تخار په نمک اب کې یو شمېر ماشومان د پور په بدل کې کار ته اړ ایستل کېږي
author avatar
27 Dec 2017 - 12:33

تالقان(پژواک،٦مرغومى٩٦): د تخار په نمک اب ولسوالۍ کې يو شمېر ماشومان د خپلو مشرانو د پورونو تر خلاصېدو پورې اړ دي چې د مالګې په کان کې له سهاره تر ماښامه کار وکړي.

د دغو ماشومانو له ډلې يو هم محراب الدين (مستعار نوم) دى؛ نوموړى ١٢ کاله عمر لري او د نمک اب ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى دى. هغه هر سهار له لمر ختلو وړاندې له دوو خرونو سره د مالګې کان ته ځي او تر مازديګره بيا پر خرو مالګه وړي.

قانون په دې برخه کې څه وايي؟

د انسان او کډوالو له قاچاق سره د مبارزې قانون د درېيمې مادې په لومړۍ فقره کې راغلي چې د ناوړه ګټې اخيستنې په منظور د شخص استخدامول، حمل، نقل او ساتل انساني قاچاق ګڼل کېږي.

د همدې مادې په بله برخه کې راغلي چې د ناوړه ګټې اخيستنې په موخه د ماشوم تر واک لاندې راوستو ته هم انساني قاچاق ويل کېږي.

د ياد قانون په لسمه ماده کې راغلي، که چېرې د انساني قاچاق په پېښه کې مجني عليه ښځه يا ماشوم وي، د جرم مرتکب پر اته کاله بند محکومېږي.

په همدې منظور د پژواک خبري اژانس خبريال له تالقانو ښار څخه نمک اب ولسوالۍ ته څو ځلې سفرونه وکړل، څو وکولاى شي د مالګې په کان کې د قاچاق شوي ماشومانو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

خبريال وايي: ((په کان کې سلګونه ماشومان کار کوي، د ټولو عمرونه له ١٥ کلونو کم دي، ډېری يې د اقتصادي ستونزو له امله دغه کار کوي، خو ځينو نورو ته بيا دغه کار له پلار او نېکه ور پاتې دي.))

دى زياتوى چې له ډېرو ماشومانو سره تر خبرو کولو وروسته وتوانېده چې محراب الدين پيدا کړي، ځکه نوموړى يو قاچاق شوى شخص دى.

محراب الدين: مور مې ناروغه وه؛ ځکه مې پلار پيسې قرض کړې

ده پژواک ته وويل: ((دوه کاله وړاندې مې يوه ورځ مور سخته ناروغه وه، بېخي مرګ ته نږدې وه، پلار مې لاړ د مالګې له يو سوداګر څخه يې پنځوس زره افغانۍ قرض کړې.))

هغه د دغه سوداګر نوم ياد نه کړ خو زياته يې کړه: ((زما پر پلار يې شرط ايښې تر هغه چې پيسې خلاصوي نو هره ورځ به دې زوى، زما لپاره د مالګې له کان څخه مالګه راوړي.))

ده وويل چې پلار يې خټګر دى، نور مشران وروڼه نه لري؛ نو ځکه پلار يې يواځې په خټګرۍ باندې نه شي کولاى یاد پور خلاص کړي.

ده زياته کړه: ((پلار ته مې هم يوه ورځ کار پيدا کېږي، يوه ورځ نه پيدا کېږي نو زه نه پوهېږم چې کله به دغه قرض خلاص شي خو د سوداګر د قرض تر خلاصېدو پورې بايد زه ورسره کار وکړم.))

محراب الدين د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې تر اوسه يې د ښوونځي دروازه هم نه ده ليدلې.

په دغه کان کې يو شمېر نور ماشومان هم له ورته برخليک سره مخ دي خو د مرکې کولو لپاره نه حاضرېږي.

دغه راز د محراب الدين پلار ٤٠ کلن فضل الحق (مستعار نوم) پژواک ته وويل چې په تېرو دوو کلونو کې يې ډېر کوښښ کړى چې د مالګې د سوداګر پور خلاص کړي، خو نه يې شى کولاى.

هغه وايي: ((يوه ورځ راته کار پيدا کېږي، يوه ورځ نه پيدا کېږي، څو روپۍ په مشکلاتو برابرې کړم چې سوداګر ته يې ورکړم، څو محراب الدين يې له منګولو خلاص کړم، خو بيا مې کور کې مريضي پيدا شي، يوه بله خبره وشي نو هېڅ نه کېږي چې د دغه کس پيسې ورکړم.))

فضل الحق د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((د دغه کس ادرس او نوم نه شم درته درکولاى، ډېرې پيسې لري، څه مشکل موږ ته جوړ نه کړي.))

ده وويل چې د محراب الدين په څېر لسګونه نور ماشومان هم شته چې د خپلو پلرونو د پورونو د خلاصيدو په موخه د مالکې په کان کې کار کوي.

نوموړى له حکومتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې د پور په خلاصولو کې يې ورسره مرسته وکړي.

روغتيايي کارکوونکي: په کان کې کارګر ماشومان له ګڼو روغتيايي ستونزو سره مخ کېږي

د نمک اب ولسوالۍ د تاقچه خانې کلينک مسوول الهام پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ ډېرى ماشومان د مالګې په کان کې کار کوي.

هغه وايي چې په دغه کان کې د مالګې ايستنه، مسلکي او پر ماشينونو نه ده نو ځکه هره ورځ تر لسو ډېر ماشومان ژوبلېږي.

ده وويل: ((دغو ماشومانو ته مکلفه ډوډۍ هم نه رسېږي او بله دا چې هلته مکمل اکسيجن هم نه وي ځکه د مالګې ګرد او غبار وي، نو دوى د نفس تنګې تر څنګ له نورو ناروغيو سره هم مخ کيېږي.))

الهام وايي چې په دغه کار کې پر ماشومانو د کار فشار هم ډېر وي؛ ځکه ډېرى يې له رواني ناورغې سره هم مخ کېږي.

د پوهنې چارواکي: د نمک اب ولسوالۍ تر ٩٠ سلنې ډېر ماشومان د مالکې په کان کې کار کوي

د دې ولسوالۍ د پوهنې مديريت يوه څارونکي بصير احمد ابراهيمي پژواک ته وويل چې ډېرى ماشومان ښوونځي ته د تګ پر ځاى د مالګې په کان کې په کار کوي.

هغه وايي چې د مالکې کان په شاوخوا کې پنځه ښوونځي تاشبلاق، خم خيران، سرکان، تاقچه خانه او اکابير شهيد شتون لري خو په هر ښوونځي کې يواځې د سلو په شاخوا کې زده کوونکي زده کړې کوي.

ده وويل: ((زموږ دغه هر ښوونځی له درې تر ١٥ سوو کسانو لپاره جوړ شوى دى، خو له ٩٠ سلنې ډير ماشومان د مالګې په کان کې کار کوي څوک نشته دي چې ښوونځي ته ولاړ شي.))

ده له کورنيو غوښتنه وکړه چې خپل ماشومان د مالګې د کان پرځاى، ښوونځي ته واستوي او د ماشومانو راتلونکي له جدي ګواښ سره مخ نه کړي.

د اړوندې موضوع په اړه په شمال ختيځ زون کې د بشير حقونو د خپلواک کمېسيون د ماشومانو د برخې مسوول بسم الله وزيري پژواک ته وويل چې د نمک اب ولسوالۍ د مالګې په کان کې د ماشومانو له کورنيو سره يې خبرې کړي دي.

هغه وايي: ((موږ يې له کورنيو سره ناست خبرې وکړې، له هغوى مو غوښتنه کړې چې دغه ماشومان نور د مالګې کان ته وانه استوي او درس پرې و وايي.))

د هغه په وينا، د يادو ماشومانو له کورنيو يې ژمنه اخيستې چې دوه مياشتې وروسته به نور خپل ماشومان د مالګې کان ته نه استوي.

د قاچاق پر وړاندې د مبارزې عالي کميسيون: دغه شان کړنې په ښکاره ډول د انسان قاچاق دى.

د انسان او مهاجرانو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې عالي کمسيون غړي محمد حسن سليمي پژواک ته وويل چې دغه ډول کړنۍ په ښکاره ډول د انسان قاچاق او جرم دى.

ده وويل چې دغه کميسيون په دې برخه کې عامه پوهاوى کړى او نور د امنيتي ارګانونو دنده ده چې پر وړاندې اقدام وکړي.

دغه راز د تخار د کار او ټولنيزو چارو رييس سيد کاظم صادق پژواک ته وويل چې د نمک اب او کلفګان ولسواليو د مالګې په کان کې او د چال ولسوالۍ د ډبرو سکرو په کان کې له سلګونه ماشومان په کار کولو بوخت دي.

نوموړی وايي: ((په دغو کانونو کې د لږو پیسو په بدل کې پر ماشومانو ډېر کار کول کيږي، او د دې کار اصلي لامل بيوزلي ده.))

صادق وويل چې له سيمه ييزو چارواکيو سره يې په ګډه پلان جوړ کړى، څو په نوي ميلادي کال کې په کان کې د ماشومانو د کار کولو جدي مخنيوي وکړي.

په پژواک کې د خپرو شويو راپورنو پر بنسټ دا مهال په ټول هيواد کې نږدې دوه ميليونه ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.