ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي عبدالکبیر: هیچا ته به افغانستان کې د نظم او امنیت د اخلال اجازه ور نه‌کړل شي

مولوي عبدالکبیر: هیچا ته به افغانستان کې د نظم او امنیت د اخلال اجازه ور نه‌کړل شي

author avatar
4 Sep 2024 - 09:35
مولوي عبدالکبیر: هیچا ته به افغانستان کې د نظم او امنیت د اخلال اجازه ور نه‌کړل شي
author avatar
4 Sep 2024 - 09:35

کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال له نړۍوالو مرستندویه ادارو او د روغتیا نړۍوال سازمانه وغوښتل چې افغانستان کې له روغتیايي سیسټم سره خپلې مرستې ډېرې او ټولو افغانانو ته د باکیفیته خدماتو په وړاندې کولو کې ونډه واخلي.

 له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې تېره ورځ د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلینو په فراغت غونډه کې وکړې.

په دې غونډه کې چې د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست شیخ ندا محمد ندیم، د پوهنتون استادانو، علماوو او ځوانانو ګډون کړی و، د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال ویلي، ټولنه ځوانو کادرونو او ډاکټرانو ته اړتیا لري.

ده ویلي، د افغانستان روغتیايي سکټور د منفي تبلیغاتو، مافیايي کړیو او د روغتیايي مرکزونو د کمزوري ظرفیت له امله بې اعتباره شوی و او ناروغان به د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته تلل.

هغه زیاته کړې، د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې مافیايي کړۍ له منځه لاړې، اصلاحات رامنځته شول او هڅه کېږي چې د روغتیايي خدماتو کیفیت هم لوړ شي.

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال په هېواد کې د باکیفیته روغتیايي خدماتو په عرضه کولو د ټینګار ترڅنګ ویلي، ډاکټران او د روغتیا برخې پانګوال او سوداګر دې د افغانانو کمزوري اقتصادي وضعیت ته په کتو هېواد ته باکیفیته درمل وارد کړي.

مولوي عبدالکبير د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو په ګډون ټولو هېوادوالو ته د روغتیايي خدماتو د عرضه کولو برخه کې په ټینګار روغتیا وزارت ته سپارښتنه کړې چې د روغتیايي خدماتو او درملو کیفیت وڅاري.

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال له نړۍوالو مرستندویه ادارو او د روغتیا نړۍوال سازمانه غوښتي چې په افغانستان کې له روغتیايي سیسټم سره خپلې مرستې ډېرې او ټولو افغانانو ته د باکیفیته خدماتو په عرضه کولو کې ونډه واخلي.

مولوي عبدالکبير پر ملي او نړۍوالو پانګوالو هم غږ کړی چې د روغتیا په تخصصي برخه کې پانګونه وکړي او اسلامي امارت به ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه د خبرو په پای کې ویلي، تېرو حکومتونو د افغانستان د ابادولو هوډ نه درلود او د روغتیايي سکټور په ګډون یې د افغانستان سیسټمونه له ستونزو سره مخ کړي وو.

د یو بل خبرله مخې، د ریاست‌الوزراء سياسي مرستیال تېره ورځ د هېواد د ګرمو سيمو پوهنتونونو د محصلینو د علمي ظرفيت لوړولو څلوېښت ورځني سیمینار په اختتامیه مراسمو کې ګډون کړی.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغو مراسمو کې چې د لوړو زده‌کړو سرپرست وزير شیخ ندا محمد ندیم هم حضور درلود، د رياست‌الوزراء سياسي مرستيال وويل، محصلين او زده‌کوونکي د دغه هېواد راتلونکی دي او اسلامي امارت د هغوی ښې روزنې او ظرفيت لوړولو لپاره له ټولو ممکنه لارو کار اخلي.

مولوي عبدالكبير زياته کړې، امارت د اسلامي شريعت تطبيق خپل اساسي هدف او له اسلامي او افغاني ارزښتونو دفاع خپل مسوولیت بولي چې په هیڅ صورت به ترې مخ ونه ګرځوي.

د ریاست‌الوزراء سياسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې ویلي، د اسلامي امارت د شفقت او ترحم دروازې د ټول ملت پر مخ خلاصې دي او هیچا ته به په افغانستان کې د نظم او امنیت د اخلال اجازه ور نه‌کړل شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.