لومړى تعقيب - لښکرګاه (پژواک، ٦ مرغومى ٩٦): د هلمند ځايي چارواکي وايي چې د لښکرګاه په ځانمرګي بريد کې د ملي اردو د ١٤ سرتېرو په ګډون ١٥ تنه ټپيان شوي دي.
عيني شاهدان وايي چې د موټر په وسيله دا ځانمرګى بريد نن (د مرغومي ٦مه) له غرمې وروسته شاوخوا دوه نيمې بجې د لښکرګاه ښار اړوند بُست کلا او هوايي ډګر پر لاره د پوليسو د ٥٠٥ زون قوماندانۍ مخې شوى دى.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې بريد کې ١٤ سرتېري او يو ملکي وګړى ټپيان شوي او درې هاموې موټر زيانمن دي.
د روغتون سرچينې وايي چې دوى ته يو ملکي ټپي راوړل شوى، نور ټپيان د ملي اردو روغتون ته لېږدول شوي دي.
د دې بريد مسووليت طالبانو په غاړه اخيستى دى. د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي ويلي، دغه بريد د دوى يو تن د موټر په وسيله کړى چې ګڼ شمېر عسکرو ته يې په کې مرګ ژوبله اړولې ده.
څو ورځې مخکې هم په دې ولايت کې د موټربم بريد کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن