Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پر کابل ښار د راکټي بريد په تړاو درې کسان نيول شوي

کابل (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٦): د کابل پوليس وايي چې د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې اړوند په وزير  اکبرخان سيمه کې د راکټ لګېدو د پېښې  په  تړاو درې تنه نيول شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دې پېښې يو ساعت وروسته توانېدلي چې درې تنه پر کابل ښار د راکټ توغولو په تور ونيسي.

رحيمي د نيول شوو کسانو هويت په ډاګه نه کړ، خو زياته يې کړه چې د دې څېړنو پايلې به له رسنيو سره شريکې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه شاوخوا اته بجې او ۱۵ دقيقې د وزير محمد اکبرخان په ١٤ سړک د راکټ يوه مرمۍ ولګېده.

د کابل ښار امنيتي سرچينو پژواک ته وويل چې ياد راکټ د هندوستان سفارت پر دېوال لګېدلې او مرګ ژوبله نه لري.

د رحيمي په خبره، په دې پېښه کې چا ته زيان نه دى رسېدلى او يوازې د سفارت دېوال ته څه اندازه زيان رسېدلى دى.

نوموړي زياته کړه چې د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې رواني دي، څو څرګنده شي چې راکټ له کوم لوري توغول شوى دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.