محمودراقي (پژواک د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٦): د کاپيسا امنيتي مسوولين وايي چې په تګاب ولسوالۍ کې د سړک غاړې په ماين چاودنه کې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او درې نور ټپيان دي.
د کاپيسا د امنيه قومندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن مازيګر د تګاب د شاتور په سيمه کې د ملي اردو او پوليسو د ګډې ګزمې پر موټرو شوې ده.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او درې نور ژوبل دي، دغه راز له پېښې وروسته وسله والو هوايي ډزې کړې چې د سیمې یو ملکي وګړي هم په کې ټپي شوی دی.
د نوموړي په وينا، د تګاب سوېلي سیمې له وسله والو مخالفینو څخه له تېر یو کال راهیسې پاکې شوې دي، خو په ځینو وختونو کې د سړکونو په غاړه ماینونه ځای پر ځای کوي چې په دې اړه د دوی څېړنې پیل شوې دي.
بل خوا د حاجي غلام نبي په نوم د تګاب یوه اوسېدونکي، پژواک ته وويل چې نن له کابل څخه تګاب ته د سروبي د لارې روان و، چې د تګاب د شاتور په سیمه کې د سيمه يیزو پولیسو او وسله والو تر منځ ډزې روانې وې او د څو ساعتونو لپاره د سروبي او تګاب لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن