مزارشريف (پژواک، ٣ سلواغه ۹۶): د بلخ د مزارشريف ښار اوسېدونکي وايي، د روږدو کسانو له امله د خلکو د ټولنيز ژوند له بېلابېلو ګواښونو سره مخ دي.
دوی وايي، د ښار په زياترو هغو برخو کې چې د خلکو تګ راتګ په کې ډېر وي، روږدي کسان په کې غلاوې کوي، له خلکو شيان تښتوي او ځای ځای نجونو ته مزاحمت کوي.
د ښار اوسېدونکي وايي، امنيتي مسوولين دا هر څه ګوري، خو پر وړاندې يې غلي دي.
له تېرو دوو کلونو د مزارشريف ښار پر دشت شور سړک، تاشقرغان دروازه، مسعود چوک، د پوهنتون سړک، شادايان دروازه او د روضې څلورو سړکونو باندې د روږدو کسانو ډلې ډلې ګرځي چې ډېری وخت د تيارې په رابرېدو سره عامو خلکو ته ستونزې جوړوي.
د مزارشريف ښار اوسېدونکي فياض کاظمي پژواک خبري اژانس ته وويل، روږدو کسانو په مزارشريف ښار کې په عمومي توګه ټولنيز ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.
ده زياته کړه، په دې وروستيو کې روږدي کسان په ښار کې ډېر شوي او ان ماشوم، نجلۍ او مېرمنې يې له څنګه نه شي تېرېدای.
کاظمي وويل: ((بس چې څوک يې له څنګه تېر شي او پوه شي چې وس يې پرې رسېږي، نو څه چې يې لاس کې وي، ترې اخلي يې.))
د بلخ دروازې سيمې هټۍ وال محمد عباسي پژواک ته وويل، ماښام ته نږدې مهال د هټۍ بندېدو پر مهال ورته تر ټولو ستره ستونزه له روږدو کسانو د خپل اسبابو ساتل دي.
نوموړی چې د برېښنايي سامانونو هټۍ لري، وايي چې د راټولولو پر مهال ترې روږدي کسان ځينې سامانونه پټوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP