منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۶ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

مزارشریف کې روږدو خلکو ته ستونزې رامنځته کړې

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۰ کتنې

مزارشريف (پژواک، ٣ سلواغه ۹۶): د بلخ د مزارشريف ښار اوسېدونکي وايي، د روږدو کسانو له امله د خلکو د ټولنيز ژوند له بېلابېلو ګواښونو سره مخ دي.

دوی وايي، د ښار په زياترو هغو برخو کې چې د خلکو تګ راتګ په کې ډېر وي، روږدي کسان په کې غلاوې کوي، له خلکو شيان تښتوي او ځای ځای نجونو ته مزاحمت کوي.

د ښار اوسېدونکي وايي، امنيتي مسوولين دا هر څه ګوري، خو پر وړاندې يې غلي دي.

له تېرو دوو کلونو د مزارشريف ښار پر دشت شور سړک، تاشقرغان دروازه، مسعود چوک، د پوهنتون سړک، شادايان دروازه او د روضې څلورو سړکونو باندې د روږدو کسانو ډلې ډلې ګرځي چې ډېری وخت د تيارې په رابرېدو سره عامو خلکو ته ستونزې جوړوي.

د مزارشريف ښار اوسېدونکي فياض کاظمي پژواک خبري اژانس ته وويل، روږدو کسانو په مزارشريف ښار کې په عمومي توګه ټولنيز ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.

ده زياته کړه، په دې وروستيو کې روږدي کسان په ښار کې ډېر شوي او ان ماشوم، نجلۍ او مېرمنې يې له څنګه نه شي تېرېدای.

کاظمي وويل: ((بس چې څوک يې له څنګه تېر شي او پوه شي چې وس يې پرې رسېږي، نو څه چې يې لاس کې وي، ترې اخلي يې.))

د بلخ دروازې سيمې هټۍ وال محمد عباسي پژواک ته وويل، ماښام ته نږدې مهال د هټۍ بندېدو پر مهال ورته تر ټولو ستره ستونزه له روږدو کسانو د خپل اسبابو ساتل دي.

نوموړی چې د برېښنايي سامانونو هټۍ لري، وايي چې د راټولولو پر مهال ترې روږدي کسان ځينې سامانونه پټوي.

د ښار اوسېدونکي علي حيدر پژواک ته وويل، د روږدو کسانو ځايونه او د دوی د نشه يي توکو د رسېدو په ټولو لارو چارو امنيتي مسوولين خبر دي، خو پر وړاندې يې څه نه کوي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ عام خلک پوهېږو چې دغه روږدي کسان خلک ځوروي، په دې هم خبر يو چې دوی ته څوک او له کومو لارو نشه يي توکي رسوي.))

د هغه په خبره، عام خلک خبر دي، نو پوليس خو بايد خبر وي.

حيدر وايي، تر دې دمه پوليسو د روږدو کسانو او دوی ته د نشه يي توکو د رسوونکو پر وړاندې هېڅ نه دي کړي.

په مزارشريف ښار کې د خط نو څېړنيز مرکز مسوول عبدالقادر مصباح وايي، د دوی د تر سره شويو څېړنو پر بنسټ، په بلخ ولايت کې د روږدو کسانو شمېر ۲۰۰زرو ته رسېږي.

د هغه په وينا، په دغه شمېره کې هغه روږدي کسان هم شامل دي، چې په ښار کې د سړکونو پر سر ګرځي او خلکو ته مزاحمتونه جوړوي.

بلخوا د بلخ د عامې روغتيا د ملکي روغتون مسوولين په دغه ولايت کې د روږدو کسانو د درملنې پر وړاندې خپل امکانات د نشت برابر ګڼي.

د ملکي روغتون سرطبيب ډاکتر نورمحمد فيض پژواک اژانس ته وويل، دوی د روږدو کسانو لپاره يواځې دوه سوه بستريز دوه روغتيايي مرکزونه لري چې سل د سړيو او سل يې د مېرمنو لپاره دي.

هغه په بلخ کې د نجات او شهامت په نامه د غير دولتي روغتيايي موسسو يادونه هم وکړه چې د روږدو کسانو وړيا درملنه کوي.

خو ډاکټر فيض وويل، په بلخ ولايت کې د شته روږدو کسانو د شمېر په پرتله دغه امکانات ډېر کم دی.

نوموړي په دې برخه کې له مرکزي دولت څخه د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

د بلخ امنيتي مسوولين بيا وايي چې د روږدو کسانو پر وړاندې دوی خپل مسووليت ترسره کړی دی.

د امنيه قوماندانۍ وياند شېر دراني پژواک ته وويل، له واټونو د روږدو کسانو د راټولېدو مسووليت د دوی نه دی، خو همدا روږدي کسان د خلکو ازارولو او غلاوو ته نه پرېږدي.

د ده په وينا، تر دې دمه ورته چا شکايت نه دی کړی، که يې وکړ، نو قانوني چلند به وکړي.

نوموړي زياته کړه، دوی د نشه يي توکو د قاچاق پر وړاندې خپله مبارزه روانه ساتلې او هره اونۍ د سلګونه کيلوګرامه نشه يي توکو د قاچاق مخنيوی کوي.

د هغه په خبره، روږد کسانو ته د نشه يي توکو د ور رسوونکو په تړاو هم که خلک ورسره مرسته وکړي، نو غلي به پاتې نه شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه