تالقان (پژواک، ٤ سلواغه ٩٦): د تخار په درقد ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري جوړ شوى ښارګوټى، ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د درقد اوسېدونکي شکرالله د سلواغې په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ په شور عرب سيمه کې د طالبانو له لوري د عمري په نوم ښارګوټى جوړ شوى دى.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه ښارګوټي کې د کورونو تر څنګ هوټلونه، سرايونه، روغتيايي مرکزونه او دوکانونه هم شته دي.
ده زياته کړه: ((طالبانو تېره جمعه دغه ښارګوټى پرانيستى دى او اوس عملاً خلکو په کې کاروبار پيل کړى دى.))
شکرالله وايي چې طالبانو هڅه پيل کړې څو دغه ښارګوټي ته پراختيا ورکړي او خلک هم اړ کوي چې په دغه ښارګوټي کې پانګونه وکړي.
د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې ده هم په "عمري" ښارګوټي کې يو دوکان پېرلى دى.
هغه وايي: ((په ١٥٠٠ افغانۍ يې د دوکان لپاره ځمکه راکړه، اوس مې پرې دوکان جوړ کړى او اوس يې نرخ هم لوړ شوى دى.))
دى وايي چې يو شمېر کسانو دوکانونه تر جوړولو وروسته په لوړه بيه پر نورو کسانو پلورلي او طالبانو هېڅ هم ورته نه دي ويلي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې سيمه کې زرګونه جريبه ځمکه ده خو طالبانو دغه ښارګوټى په دوه سوه جريبه ځمکه کې جوړ کړى او کېداى شي وروسته ورته پراختيا ورکړي.
د هغه په وينا، د استوګنې نومرو د وېش لړۍ يې تر اوسه نه ده پيل کړې خو په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې څلور سوه نومرې خلکو ته ووېشل شي.
د اړوندې موضوع په اړه د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير پژواک ته وويل چې د درقد ولسوالۍ په شور عرب سيمه کې طالبانو ښارګوټى پرانيستى دى او خلکو په کې کاروبار هم پيل کړى دى.
د اسير د معلوماتو له مخې، په دغه ښارګوټي کې تر اوسه يواځې شل هټۍ جوړې شوې دي او پر نورو يې کار روان دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP