تالقان (پژواک، ٤ سلواغه ٩٦): د تخار په درقد ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري جوړ شوى ښارګوټى، ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د درقد اوسېدونکي شکرالله د سلواغې په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ په شور عرب سيمه کې د طالبانو له لوري د عمري په نوم ښارګوټى جوړ شوى دى.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه ښارګوټي کې د کورونو تر څنګ هوټلونه، سرايونه، روغتيايي مرکزونه او دوکانونه هم شته دي.
ده زياته کړه: ((طالبانو تېره جمعه دغه ښارګوټى پرانيستى دى او اوس عملاً خلکو په کې کاروبار پيل کړى دى.))
شکرالله وايي چې طالبانو هڅه پيل کړې څو دغه ښارګوټي ته پراختيا ورکړي او خلک هم اړ کوي چې په دغه ښارګوټي کې پانګونه وکړي.
د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې ده هم په "عمري" ښارګوټي کې يو دوکان پېرلى دى.
هغه وايي: ((په ١٥٠٠ افغانۍ يې د دوکان لپاره ځمکه راکړه، اوس مې پرې دوکان جوړ کړى او اوس يې نرخ هم لوړ شوى دى.))
دى وايي چې يو شمېر کسانو دوکانونه تر جوړولو وروسته په لوړه بيه پر نورو کسانو پلورلي او طالبانو هېڅ هم ورته نه دي ويلي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې سيمه کې زرګونه جريبه ځمکه ده خو طالبانو دغه ښارګوټى په دوه سوه جريبه ځمکه کې جوړ کړى او کېداى شي وروسته ورته پراختيا ورکړي.
د هغه په وينا، د استوګنې نومرو د وېش لړۍ يې تر اوسه نه ده پيل کړې خو په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې څلور سوه نومرې خلکو ته ووېشل شي.
د اړوندې موضوع په اړه د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير پژواک ته وويل چې د درقد ولسوالۍ په شور عرب سيمه کې طالبانو ښارګوټى پرانيستى دى او خلکو په کې کاروبار هم پيل کړى دى.
د اسير د معلوماتو له مخې، په دغه ښارګوټي کې تر اوسه يواځې شل هټۍ جوړې شوې دي او پر نورو يې کار روان دى.
نوموړی وایي: ((طالبان پر خلکو زور اچوي چې په دغه ښارګوټي کې پانګونه وکړي او په کې دوکان او د کاروبار جایداد واخلي، دغه ښارګوټی د درقد، خواجه بهاءالدین او ینګي کلا ډېرو سیمو ته نږدی دی ځکه ورته د خلکو پام هم اوښتی دى.))
خو اسير ونه ويل چې حکومت به د طالبانو د دې کړنې پر وړاندې کوم اقدام وکړي او که نه؟
طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې عمري ښارګوټى د سيمې له اړتياوو سره سم جوړ شوى او خلک په کې په خپله خوښه پانګونه کوي.
د مجاهد په وينا، په پلان کې ده چې دغه ښارګوټي ته نور هم پراختيا ورکړل شي.
د يادونې ده، پر ياد ښارګوټي شپږ مياشتې وړاندې کار پيل شوى و چې د سيمې د اوسېدونکو په وينا لومړى پړاو يې پاى ته رسېدلى او په دويم پړاو يې کار روان دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










