مزارشريف (پژواک، ۵ سلواغه ۹۶): د بلخ نوی والي انجينر داوود وايي چې له فساد سره مبارزه يې په لومړيتوبونو کې ده او د دغه ولايت فاسدین به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.
نوموړي دغه څرګندونې په يو ويډيويي پيغام کې کړې چې يوه کاپي يې د سلواغې په ٥مه پژواک خبري اژانس ته لېږل شوې ده.
هغه په دغه پيغام کې ويلي چې په بلخ ولايت کې به د والي په توګه خپلې چارې د ټولنې له ټولو قشرونو سره په مشوره مخې ته وړي.
انجنير داوود که څه هم، څه باندې يو مياشت کېږي، د ولسمشر له خوا د بلخ د والي په توګه ګومارل شوی؛ خو د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور د مخالفت له امله يې لا هم خپله دنده نه ده پيل کړې او په کابل کې اوسېږي.
نوموړي له کابله د بلخ رسنيو ته په خپل ويډيويي پيغام کې په دغه ولايت کې د والي په توګه د دندې له پيلېدو سره سم په دولتي ادارو کې د فساد پر وړاندې د جدي مبارزې پيلولو يادونه هم کړې ده.
ده زياته کړه: ((د تېرو ۱۶ کلونو پر مهال په بلخ کې ډېر کار شوی، خو په دولتي ادارو کې فساد هم شته دی، زه به د دغه فساد پر وړاندې کار کوم او فساد پېشه خلک به ورک کړم.))
د بلخ نوي والي وويل چې د فساد ورکېدو بنسټيزې طرحې او د پلی کېدو لپاره عزم لري چې د بلخ له خلکو او په ځانګړې توګه له ځوانانو يې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
نوموړي زياته کړه، له هېچا سره به په کينه چلند ونه کړي، خو په دولتي ادارو کې به اصلاحات ضرور راولي.
د هغه په وينا، هغه خلک چې په فساد کې ښکېل وي، د عدلي او قضايي ارګانونو له لارې به پرې قانون پلی کوي.
نوموړي د يو هېواد چارې د محلي او مرکزي حکومت له اړيکو پرته ناشونې وبللې.
انجنير داوود وايي: ((لومړی کار به زه دا کوم چې د محلي حکومت اړيکې به له مرکزي حکومت سره ټينګوم.))
نوموړي په ټولو برخو کې د بلخ خلکو ته د سمو خدمتونو وړاندې کېدو لپاره له مرکزي حکومت سره اړيکې اړينې وبللې.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP