ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپيسا کې د دوو کلیو د خلکو تر منځ پنځلس کلنه دښمني پاى ته ورسېده

کاپيسا کې د دوو کلیو د خلکو تر منځ پنځلس کلنه دښمني پاى ته ورسېده

author avatar
27 Jan 2018 - 17:12
کاپيسا کې د دوو کلیو د خلکو تر منځ پنځلس کلنه دښمني پاى ته ورسېده
author avatar
27 Jan 2018 - 17:12

محمودراقي (پژواک، ٧ سلواغه ٩٦): چارواکي وايي چې د کاپیسا ولايت په کوهبند ولسوالۍ کې د دوو کليو تر منځ پنځلس کلنه دښمني پر دوستۍ بدله شوه.

دا دښمني د يادې ولسوالۍ د در نامې په سيمه کې د دوو کليو تر منځ له تېرو ١٥ کلونو راهيسې روانه وه او په دې موده کې یې یو بل ته مرګ ژوبله هم اړولې وه.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ایوب يوسفزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په ياده موده کې له دواړو لورو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وه او د سيمې امنيت يې هم له ګواښ سره مخ کړى و.

هغه زياته کړه چې د يادې دښمنۍ د له منځه وړو لپاره يو دولتي کمېسيون چې په کې امنيتي او ملکي ادارې شتون درلود، هلې ځلې وکړې.

يوسفزى وايي چې دغه کمېسيون د دواړو کليو تر منځ روغه جوړه وکړه او له دوى څخه يې ضمانتونه واخيستل.

د نوموړي په وينا، په ياده سيمه کې د وسلو پر ګرځولو او هوايي ډزو هم بنديز ولګول شو.

د کاپیسا د قومونو او قبايلو چارو رييس عبدالوهاب اسکينوال پژواک ته وويل چې په دغه کمېسيون کې قومي مشرانو مهم رول ولوبولو.

هغه وويل چې له دې دښمنۍ څخه وسله والو مخالفينو هم ګټه اخيستې وه او په سيمه کې يې د خپلې ګټې لپاره فعاليت کاوه.

د شاه اغا په نوم د کوهبند د درنامې سيمې اوسېدونکي پژواک ته وويل چې د شخصي دښمنۍ له امله دلته غير مسوول وسله وال ډېر شوي وو.

د هغه په وينا، د همدې جګړو له مله ډېرى خلکو خپل کورونه پرېيښي او نورو خوندي سيمو ته تللي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.