مزارشريف (پژواک، ۱۰ سلواغه، ۹۶): د بلخ د ولسي جرګې او ولايتي شورا غړي وايي، په افغانستان کې يواځينې ستونزه د قانون نه عملي کېدل دي.
دغه څرګندونې په مزارشريف ښار کې د سلواغې په ۱۰مه، د بلخ ولايت عدليې رياست د ودانۍ د پرانيستې مراسمو په څنډه کې د ولسي جرګې او د بلخ ولايتي شورا وکيلانو پژواک خبري اژانس ته وکړې.
د عدليې رييس سيد جعفر مصباح وويل، د رياست ودانۍ په تېرو څوارلسو مياشتو کې د المان نړيوالو همکاريو سازمان (GIZ) په مالي ملاتړ جوړه شوې ده.
نوموړي يې د لګښت په تړاو معلومات ورنه کړل، خو زياته يې کړه چې په دوه پوړونو کې په بنسټيز ډول د دوی د ټولو اړتياوو په پام کې نيولو سره چمتو کړای شوې ده.
د عدليې رياست ودانۍ د پرانيستې په څنډه کې په ولسي جرګه کې د بلخ وکيل حاجي عبده پژواک ته وويل، لا هم د عدالت پلي کېدو پر وړاندې ستونزې شته دي.
نوموړي زياته کړه، په بلخ ولايت کې له زورواکۍ او په سمه توګه د قانون له نه پلي کېدو سترګې نه شي پټېدی، خو ورته ستونزې يې په ټول افغانستان پورې تړلې وبللې.
د هغه په وينا، لا هم په ټول هېواد کې د هرې ستونزې ريښه د عدالت او قانون له نه پلي کېدو څخه سرچينه اخلي.
عبده ټينګار وکړ چې تر هغې دغه ستونزه حل نه شي، د امنيت، پرمختګ او په نورو اړخونو کې پرتې ستونزې نه شي هوارېدى.
د بلخ ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد هم پژواک ته وويل چې د اوسني حکومت مشران د قانون په پلي کېدو کې ملت ته پاتې راغلي دي.
نوموړي هم په بلخ کې د زورواکو او خپلسريو پخلی وکړ.
هغه په بلخ کې د دولتي املاکو غصب ته اشاره وکړه، چې ډېری زورواکي او مشهور خلک په کې ښکېل دي.
د بلخ د عدليې رييس سيد جعفر مصباح هم د عدالت نه پلي کېدل ستونزه وګڼله.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP