Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بلخ کروندګر ورښتونو نه کېدو اندېښمن کړي

مزارشريف (پژواک، ١٤ سلواغه ۹۶): د بلخ کروندګر د سږ کال کم ورښت اندېښمن کړي او وايي چې که وچکالي همداسې دوام ولري، د دوی د راتلونکي کال حاصلات به خورا زيانمن شي او زياتوي چې حکومت بايد په دې برخه کې مرسته وکړي.

دوی وايي چې نه يوازې بلخ، بلکې شمال زون کې د للمو د کرلو وخت پای ته رسېدلی او له دې وروسته کېدونکي ورښتونه به پرې اغېز ونه کړي.

کروندګر اندېښنه لري، که چېرې له دې وروسته د کال تر پايه پورې ورښتونه همداسې ټکني وي، نو حاصلات به يې خورا کم وي.

د بلخ د چمتال ولسوالۍ کروندګر حاجي عبدالقيوم پژواک خبري اژانس ته وويل چې په شمال کې بلخ د کرنيزو اوبو له اړخه تل له ستونزو سره مخ ولايت دی.

نوموړي زياته کړه چې نه يوازې د دغه ولايت للمي ځمکې، بلکې اوبيزې يې هم ورښتونو ته جدي اړتيا لري.

د هغه په وينا، سږ ژمی د تېر کال په پرتله د ورښتونو له اړخه تر دې دمه په وچکالۍ حساب دی.

حاجي قيوم په دغه ولايت کې د سږني ژمي د لومړۍ واورې په تړاو چې په روانه اوونۍ کې وشوه، وويل: ((نه، دا نو بسنه نه کوي، تېرو کلونو کې به هر ژمی څلور پنځه واورې کېدې او له دې ډېرې به وې؛ سږ خو موږ داسې فکر کوو، چې واوره هېڅ شوې نه ده.))

نوموړی يې يوازې د ځمکې د لمدې ساتنې او د چينچيو ختمېدو لپاره تر يو ځايه ګټوره بولي.

کروندګر وايي، چې د ورښتونو د نه کېدو له امله د للمو د کر وخت پای ته ورسېد، چې له دې وروسته ورښتونه به ورته ګټه ونه لري.

د چهاربولک ولسوالۍ کروندګر محمد انور پژواک ته وويل چې سږ د ورښتونو د نه کېدو له امله د للمو د کر وخت تېر شو.

نوموړي زياته کړه، که له دې وروسته ورښتونه هم وشي نو د للمو د کر لپاره به کومه ځانګړې ګټه ونه لري.

هغه وويل: ((للمه بايد وختي کرل شوې وای، اوس يې بايد تخمونو سرونه ويستي وای، چې تر څو ګرمي کېده، نو غنم بايد ولاړ وای.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.