منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بلخ کروندګر ورښتونو نه کېدو اندېښمن کړي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۹ کتنې

مزارشريف (پژواک، ١٤ سلواغه ۹۶): د بلخ کروندګر د سږ کال کم ورښت اندېښمن کړي او وايي چې که وچکالي همداسې دوام ولري، د دوی د راتلونکي کال حاصلات به خورا زيانمن شي او زياتوي چې حکومت بايد په دې برخه کې مرسته وکړي.

دوی وايي چې نه يوازې بلخ، بلکې شمال زون کې د للمو د کرلو وخت پای ته رسېدلی او له دې وروسته کېدونکي ورښتونه به پرې اغېز ونه کړي.

کروندګر اندېښنه لري، که چېرې له دې وروسته د کال تر پايه پورې ورښتونه همداسې ټکني وي، نو حاصلات به يې خورا کم وي.

د بلخ د چمتال ولسوالۍ کروندګر حاجي عبدالقيوم پژواک خبري اژانس ته وويل چې په شمال کې بلخ د کرنيزو اوبو له اړخه تل له ستونزو سره مخ ولايت دی.

نوموړي زياته کړه چې نه يوازې د دغه ولايت للمي ځمکې، بلکې اوبيزې يې هم ورښتونو ته جدي اړتيا لري.

د هغه په وينا، سږ ژمی د تېر کال په پرتله د ورښتونو له اړخه تر دې دمه په وچکالۍ حساب دی.

حاجي قيوم په دغه ولايت کې د سږني ژمي د لومړۍ واورې په تړاو چې په روانه اوونۍ کې وشوه، وويل: ((نه، دا نو بسنه نه کوي، تېرو کلونو کې به هر ژمی څلور پنځه واورې کېدې او له دې ډېرې به وې؛ سږ خو موږ داسې فکر کوو، چې واوره هېڅ شوې نه ده.))

نوموړی يې يوازې د ځمکې د لمدې ساتنې او د چينچيو ختمېدو لپاره تر يو ځايه ګټوره بولي.

کروندګر وايي، چې د ورښتونو د نه کېدو له امله د للمو د کر وخت پای ته ورسېد، چې له دې وروسته ورښتونه به ورته ګټه ونه لري.

د چهاربولک ولسوالۍ کروندګر محمد انور پژواک ته وويل چې سږ د ورښتونو د نه کېدو له امله د للمو د کر وخت تېر شو.

نوموړي زياته کړه، که له دې وروسته ورښتونه هم وشي نو د للمو د کر لپاره به کومه ځانګړې ګټه ونه لري.

هغه وويل: ((للمه بايد وختي کرل شوې وای، اوس يې بايد تخمونو سرونه ويستي وای، چې تر څو ګرمي کېده، نو غنم بايد ولاړ وای.))

محمد انور وايي، که اوس وکرل شي؛ نو د اوړي موسم ورپسې ژر رسېږي او ودې ته يې نه پرېږدي.

کروندګر اندېښنه کوي چې د تېر کال په پرتله به يې د روانې وچکالۍ له امله حاصلات کم وي.

د بلخ ولسوالۍ کروندګر محی الدين پژواک ته وويل چې تېر کال په دواړو څيلو کې ښه ورښتونه وشول، چې له امله يې د للمو تر څنګ د ابي ځمکو د کرنيزو اوبو کمښت هم تر يو ځايه حل شو.

نوموړي زياته کړه چې د بلخ کروندګر د کرنيزو اوبو د کمښت له امله هر کال خپله ابي ځمکه نيمه کري.

د هغه په وينا، د سږنۍ وچکالۍ له امله به يې نيمه کرل شوې ځمکه هم ښه حاصل ونه کړي.

محی الدين وويل: ((شوې ووارې ممکن ځينو ميوه لرونکي نيالګي له ګل کولو پرېښي وي؛ نور يې هېڅ ګټه نه ده کړې.))

نوموړي زياته کړه چې سږ به په بلخ کې د غنمو، نخود، زغرو او زيرې حاصلات د تېرو کلونو په پرتله خورا کم وي.

کروندګرو له دولت څخه وغوښتل چې په پرله پسې توګه د بلخ د کرنيزو اوبو د کمښت د ستونزې د حل لپاره بنسټيزو پلانونو باندې کار وکړي.

د بلخ د کرنې رياست مسوولين هم وايي چې سږ للمي کښتونو ته زيان رسېدلی دی.

د کرنې او مالدارۍ رييس سراج الدين مهربان پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بلخ پر للمو کرل شوي کښتونه د ورښتونو د نه کېدو له مله وسوځېدل.

خو نوموړي زياته کړه چې دوی لا هم ورښتونو ته هيله من دي، چې وبه شي.

د هغه په وينا، له دې وروسته که هم ورښتونه وشي نو امکان ډېر دی چې د پسرلنيو کښتونو لپاره ښه زمينه برابره شي.

د کرنې رييس ومنله چې د کرنيزو اوبو د کمښت له امله د بلخ کرنيزې چارې تل له ټکنيوب سره مخ وي.

نوموړي زياته کړه چې له ورښتونو سره نه يوازې د ځمکې د پاسه د اوبو د زياتوالي اټکل سم دی، بلکې د ځمکې لاندې د سطحي اوبو ډېرښت ته هم ګټوره چاره ده.

د هغه په وينا، د بلخ ځمکې په يوه ثانيه کې ۴۰۰ متر مکعب اوبو ته اړتيا لري، په داسې حال کې چې په دغه ولايت کې روانې اوبه په يوه ثانيه کې ۳۴ متر مکعب اوبه ځمکو ته ورکولی شي.

هغه د بلخ د کرنيزو اوبو کمښت ستره ستونزه وبلله او د حل لارې په برخه کې يې له دولت سره د خلکو مرسته جدي وګڼله.

د کرنې رييس مهربان وويل چې د ورښتونو د نه کېدو يو لامل د شنو ونو کمښت وي چې دوی هر کال زرګونه نيالګي د ځنګلاتي طبيعت د ودې لپاره نيالوي.

نوموړي په دې برخه کې د خلکو ملاتړ جدي وګاڼه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه