Language

کندهار ته پاکستاني خوراکي توکي له صحي سند پرته راوړل کېـږي

کندهار (پژواک، ١٤ سلواغه ۹۶): چارواکي وايي که څه هم هېواد ته د خوراکي توکو د را واردولو پر مهال د اړوندو محصولاتو په اړه د صحي سرټیفیکټ شتون لازمي دی خو ځیني خوراکي توکي له صحي سند پرته له قاچاقي لارو افغانستان ته راوړل کېږي.

له پاکستانه هره ورځ د سپین بولدک له لارې شاوخوا ۲۵۰ موټره بېلابېل خوراکي توکي لکه مېوه، سبریجات، انساني او حیواني درمل، څاروي او نور افغانستان ته را واردېږي.

خو د دغو توکو ډېره برخه پر قاچاقي لارو افغانستان ته راځي چې اړوند صحي سرټيفیکټ نه لري.

دلته بله ستونزه دا ده چې د خوراکي توکو د تجزیې او کیفیت د معلومولو لابراتور هم نشته چې معلومه کړي راوړل کېدونکي توکي صحي دي او که نه؟

د کندهار د کرنې ریاست اړوند د کرنیزو توکو د قرنطین مدیریت مسوول ذبیح الله زیارمل پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی د مامورینو دنده دا ده چې له پاکستانه راوړل کېدونکي توکي په سپین بولدک کې چک او قرنطین کړي.

ده زیاته کړه، له پاکستانه د واردېدونکو ټولو خوراکي توکو صحي سرټیفکیټ کتل کېږي او وروسته د محصول لپاره ګمرک ته لېږل کېږي.

خو دی وايي، ځیني خوراکي توکي، مېوې او سبزیجات او ان درمل له قاچاقي لارو هم راځي چې هیڅ ډول صحي سرټیفیکټ نه لري.

دی وايي، که څه هم اړوند چارواکي هڅه کوي چې له قاچاقي لارو د خوراکي توکو د راوړل کېدو مخنیوی وکړي خو دا چې افغانستان له پاکستان سره پراخې پولې لري نو په بشپړه توګه د دغه کار مخنیوی ګران کار دی.

زیارمل دا هم وویل چې مخکې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر صادرېدونکو او واردېدونکو خوراکي توکو باندې سرټیفیکټ نه غوښتل کېده، خو له هغه وروسته چې د افغانستان دولت د صحي سرټیفکیټ لرل لازمي وګڼل، پاکستان هم له افغانستان څخه د صادرېدونکو خوراکي توکو سرټیفیکټ غواړي.

خو دوی وايي، اصول دا دي چې واردېدونکي ټول خوراکي توکي او مېوې د سرټیفيکټ تر څنګ باید په لابراتوار کې تجزیه او چک کړای شي.

د ده په خبره، له تېرو څو کلونو راهیسې په سپین بولدک کې د نړیوال بانک په مرسته د حیواني او زراعتي محصولاتو د تجزیې او کیفیت معلومولو په موخه د یوه مجهز لابراتوار جوړولو هڅې پیل شوې چې په دې وروستیو کې یې ماشینونه راغلي او د فعالولو چارې یې روانې دي.

هغه زياتوي، د دغه لابراتوار لپاره مسلکي کسان روزل شوي او ژمنه شوې چې په نوي لمریز کال کې به فعالیت پيل کړي.

login or register a new account.

Related Topics