تالقان (پژواک، ١٧ سلواغه): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال په دغه ولايت کې ١٢ طالبان وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان دي.
د تخار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نظام الدين غوري د سلواغې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له پرون راهيسې په درقد، خواجه بهاوالدين، دشت کلا او ينګي کلا ولسواليو کې عمليات پيل شوي دي.
هغه وايي چې د دغو عملياتو پر مهال تر اوسه ١٢ طالبان وژل شوي، ٣٠ ټپيان دي او دوه هم ژوندي نيول شوي دي.
غوري وايي: ((د اتو وژل شوو طالبانو جسدونه په سيمه کې پراته دي خو امنيتي ځواکونه هېڅ تلفات نه لري.))
په همدې مهال بیا د درقد ولسوالۍ یوه اوسېدونکي شریف الله پژواک ته وويل چې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او طالبانو ډېرې سیمې امنیتي ځواکونو ته پرېيښې دي.
دی وايي، هغه سیمې چې له کلونو راهیسې د طالبانو تر کنټرول لاندې وې، اوسمهال امنيتي ځواکونو ترې نيولې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي، خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې په خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو بريدونه يې پر شا تمبولي دي.
مجاهد وايي چې په دې جګړه کې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د يادونې ده، درقد، خواجه بهاءالدين، دشت کلا او ينګي کلا د تخار ولايت د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه دي خو د دغه ولايت امنيتي چارواکي وايي چې پيل شوي عمليات به تر هغه دوام وکړي څو دغه سيمې د طالبانو له شتون څخه پاکې شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP