Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مزارشريف (پژواک، ۱۹ سلواغه ۹۶): د بلخ ولايت د ځينو ولسواليو اوسېدونکي ادعا کوي چې امنيتي مسوولين، د شپې عملياتو پر مهال ډېری وخت د وسله والو مخالفينو په تور عام خلک نيسي.

د دغه ولايت د ولايتي شورا غړي هم د شپنيو عملياتو پر مهال د ورته ستونزو پخلی کوي.

خو امنيتي مسوولين وايي چې د عامو خلکو خوندي ساتنه د دوی مسووليت دی؛ خو ډېری وخت وسله وال طالبان د خلکو له کورونو د سپر په توګه کار اخلي.

د بلخ د چمتال ولسوالۍ د نوشار سيمې اوسېدونکي جعفر پژواک خبري اژانس ته وويل  چې ډېری وخت ورسره د شپې عملياتو وېره وي.

نوموړي زياته کړه چې وسله وال مخالفين په سيمه کې وي، خو چې په کومه شپه عمليات وشي نو بيا نه وي.

د هغه په وينا، له همدې امله ډېری وخت امنيتي مسوولينو د عملياتو پر مهال عام خلک د وسله والو مخالفينو په نامه له ځانه سره وړي وي.

جعفر د بېلګې په توګه وويل: ((د لنډو څو ورځو خبره ده، د کلي د مکتب د سرمعلم په کور يې چاپه ووهله، ټول يې بې ګناه خلک په کې ونيول، چې څو ورځې وروسته يې بېرته ازاد کړل.))

د هغه په وينا، امنيتي مسوولين بايد دقيق واوسي او خپلې چارې داسې سمبال کړی چې عام خلک ورسره ستونزه کې ښکېل نه شي.

د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالصبور هم وايي چې په دغه ولسوالۍ کې ډېرې داسې پېښې شوي، چې ملکي کسان د وسله والو مخالفينو په تور نيول شوي دي.

نوموړي زياته کړه: (( موږ د شپې پر ځای د ورځې خوب کوو، د شپې راسره د عملياتو وېره وي، چې پوليس مو د وسله والو مخالفينو په توګه له کوره بونه ځي.))

د هغه په وينا، داسې پېښې هر کله شوي چې امنيتي مسوولينو د وسله والو مخالفينو پر ځای عام خلک نيولي دي.

د بلخ ولايتي شورا غړي هم د خلکو د دغو ادعاو پخلي کوي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.