Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ټولنه کې ځينو کسانو ته د بدو القابو کارول د خلکو پر  روان ناوړه اغېز کوي

کابل (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٦): يو شمېر ارواه پوهان وايي، په ټولنه کې يو بل ته د ناوړه او بدو القابو کارول پر دې سربېره چې د ديني او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل دى، بلکې د يو شمېر رواني، ټولنيزو اړيکو ترينګلتيا، پر نفس د باور کمزورتيا او خجالتۍ لامل ګرځي.

نورو کسانو ته د بدو نومونو  او القابو اخيستل، د کورنۍ سربېره ښوونځيو، پوهنتونونو او نورو ټولنيزو مرکزونو کې پر يوه عام کار بدل شوي او په منځ کې يې يو شمېر کسان چې پر نورو لقب او نومونه ږدي؛ د تېز ژبي او جرئتمنده کس په نوم ياديږي.

د اسلامي مسايلو کارپوهان ټينګار کوي چې اسلام ټول هغه نومونه او لقبونه ممنوع کړي چې په کې ډېر کم بد مفهوم او د انسان تحقير پروت وي او په څرګنده له دا ډول ناوړه عمل نهيې کوي.

د پوهنتون استاد او د اسلامي مسايلو کارپوه مبشر مسلميار پژواک خبري اژانس ته وويل، د انسان د ژوند يوه ستره برخه اخلاق جوړوي چې د اسلام سپېڅلي دين پرې ټينګار کړى دى؛ لکه څرنګه چې حضرت محمد (ص) اخلاق د ايمان لپاره يو معيار بللى او فرمايي: "تر ټولو غوره او بهترين ايمان هغه څوک لري چې غوره اخلاق لري."

د هغه په وينا، په قران عظيم الشان کې د اخلاقو اړيکه په مستقيم ډول له ايمان سره تړل شوې او په بېلابېلو سورتونو کې پرې ټينګار شوى، لکه څرنګه چې په حجرات سورت کې بد لقب اخيستو ته اشاره شوې او هغه يې منع کړى دى.

 مسلميار، د يادې ټولنيزې ننګونې لامل د خلکو نه پوهاوى په ګوته کړ او ويې ويل: "ستونزه دا ده چې خلک نه پوهېږي د دغو القابو او نومونو اخيستل حرام دي او که په دې پوه شي چې حضرت محمد (ص) يوه کلمه هم دوزخ او جنت ته د داخلېدو لامل بللې او که په دې پوه شي چې خبرې يې ثبت کېږي؛ هېڅکله به هم دا القاب ونه کاروي."

ارواه پوهان، د بدو نومونو کارولو د ناوړه پايلو درلودو ګواښ کوي.

د پوهنتون استاد او ارواه پوه شرف الدين عظيمي وايي، هره جمله پر انسان خپل اغېز لري، ان تر دې که د مينې هم وي؛ په مستقيم ډول پر روان يو ډول اغېز پرېباسي.

هغه زياته کړه، ناوړه لقبونه تر ډېره هغه خلک کاروي چې د ځان د کمي، عصبانيت، ځان غوښتنې او تاوتريخوالي حس لري، ځکه د تنګ او منفي نظر لرونکي او احساساتي وي چې د نورو د کوچني کولو او ښکنځلو لپاره ورته ټکي استعمالوي.

نوموړي د دغو کلمو ناوړه پايلو ته په اشارې سره وويل چې دا ډول ټکي د خلکو د ټولنيزو اړيکو د کمزورتيا، د شخص حجالتي کېدو، پر نفس د باور کمزوري کېدو او تر دې چې د ښځې او مېړه ترمنځ د ستونزې رامنځته کېدو لامل کېږي او زياته يې کړه چې په ټولنه کې هم د دا ډول الفاظو کارول د اختلافونو او ترينګلتيا رامنځته کېدو لامل کېږي.

نوموړي د خبرو په دوام کې وويل: "د هغو طنزونو په ډېرېدو سره چې د رسنيو له لوري خپريږي او هغه نومونه چې پر يو بل اېښودل کېږي؛ له امله يې دا کار د زياتېدو په حال کې دى."

عظيمي له يادې ستونزې د وتلو لپاره وويل: "يو يې د پوهاوي اړخ دى، څو خلک بايد ترې خبر شي چې د دوى د هرې خبرې معنا د مقابل لوري پر روان ژور اغېز لري او نېک نومونه د شخصيت جوړولو په برخه کې ډېر رول لري او دوى بايد په دې پوه شي چې له خپلو شا وخوا خلکو سره ژوند کوي، نه دا چې دوى وټکوي او په دغه برخه کې د رسنيو رول ډېر مهم دى."

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.