منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۶ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ټولنه کې ځينو کسانو ته د بدو القابو کارول د خلکو پر روان ناوړه اغېز کوي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۷۲ کتنې

کابل (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٦): يو شمېر ارواه پوهان وايي، په ټولنه کې يو بل ته د ناوړه او بدو القابو کارول پر دې سربېره چې د ديني او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل دى، بلکې د يو شمېر رواني، ټولنيزو اړيکو ترينګلتيا، پر نفس د باور کمزورتيا او خجالتۍ لامل ګرځي.

نورو کسانو ته د بدو نومونو  او القابو اخيستل، د کورنۍ سربېره ښوونځيو، پوهنتونونو او نورو ټولنيزو مرکزونو کې پر يوه عام کار بدل شوي او په منځ کې يې يو شمېر کسان چې پر نورو لقب او نومونه ږدي؛ د تېز ژبي او جرئتمنده کس په نوم ياديږي.

د اسلامي مسايلو کارپوهان ټينګار کوي چې اسلام ټول هغه نومونه او لقبونه ممنوع کړي چې په کې ډېر کم بد مفهوم او د انسان تحقير پروت وي او په څرګنده له دا ډول ناوړه عمل نهيې کوي.

د پوهنتون استاد او د اسلامي مسايلو کارپوه مبشر مسلميار پژواک خبري اژانس ته وويل، د انسان د ژوند يوه ستره برخه اخلاق جوړوي چې د اسلام سپېڅلي دين پرې ټينګار کړى دى؛ لکه څرنګه چې حضرت محمد (ص) اخلاق د ايمان لپاره يو معيار بللى او فرمايي: "تر ټولو غوره او بهترين ايمان هغه څوک لري چې غوره اخلاق لري."

د هغه په وينا، په قران عظيم الشان کې د اخلاقو اړيکه په مستقيم ډول له ايمان سره تړل شوې او په بېلابېلو سورتونو کې پرې ټينګار شوى، لکه څرنګه چې په حجرات سورت کې بد لقب اخيستو ته اشاره شوې او هغه يې منع کړى دى.

 مسلميار، د يادې ټولنيزې ننګونې لامل د خلکو نه پوهاوى په ګوته کړ او ويې ويل: "ستونزه دا ده چې خلک نه پوهېږي د دغو القابو او نومونو اخيستل حرام دي او که په دې پوه شي چې حضرت محمد (ص) يوه کلمه هم دوزخ او جنت ته د داخلېدو لامل بللې او که په دې پوه شي چې خبرې يې ثبت کېږي؛ هېڅکله به هم دا القاب ونه کاروي."

ارواه پوهان، د بدو نومونو کارولو د ناوړه پايلو درلودو ګواښ کوي.

د پوهنتون استاد او ارواه پوه شرف الدين عظيمي وايي، هره جمله پر انسان خپل اغېز لري، ان تر دې که د مينې هم وي؛ په مستقيم ډول پر روان يو ډول اغېز پرېباسي.

هغه زياته کړه، ناوړه لقبونه تر ډېره هغه خلک کاروي چې د ځان د کمي، عصبانيت، ځان غوښتنې او تاوتريخوالي حس لري، ځکه د تنګ او منفي نظر لرونکي او احساساتي وي چې د نورو د کوچني کولو او ښکنځلو لپاره ورته ټکي استعمالوي.

نوموړي د دغو کلمو ناوړه پايلو ته په اشارې سره وويل چې دا ډول ټکي د خلکو د ټولنيزو اړيکو د کمزورتيا، د شخص حجالتي کېدو، پر نفس د باور کمزوري کېدو او تر دې چې د ښځې او مېړه ترمنځ د ستونزې رامنځته کېدو لامل کېږي او زياته يې کړه چې په ټولنه کې هم د دا ډول الفاظو کارول د اختلافونو او ترينګلتيا رامنځته کېدو لامل کېږي.

نوموړي د خبرو په دوام کې وويل: "د هغو طنزونو په ډېرېدو سره چې د رسنيو له لوري خپريږي او هغه نومونه چې پر يو بل اېښودل کېږي؛ له امله يې دا کار د زياتېدو په حال کې دى."

عظيمي له يادې ستونزې د وتلو لپاره وويل: "يو يې د پوهاوي اړخ دى، څو خلک بايد ترې خبر شي چې د دوى د هرې خبرې معنا د مقابل لوري پر روان ژور اغېز لري او نېک نومونه د شخصيت جوړولو په برخه کې ډېر رول لري او دوى بايد په دې پوه شي چې له خپلو شا وخوا خلکو سره ژوند کوي، نه دا چې دوى وټکوي او په دغه برخه کې د رسنيو رول ډېر مهم دى."

ياد ارواه پوه د خپلو خبرو په دوام کې وويل، قانوني او رسمي اړخ ته يې بايد اشاره وشي؛ د بېلګې په توګه د پوليسو يوه افسر ته بايد کاکا ونه وايو او يا موټر چلوونکي ته بايد استاد ونه وايو او ورته نور موارد.

د پوهنتون يوه فارغ علي نقي مصلح چې نوموړى د ماشومتوب پر مهال له ورته القابو سره مخ شوى و، دغه کار يو ناوړه عمل وباله او د يوه انسان روان ته يې سخت خطرناک او زيانمن عمل ياد کړ.

هغه پژواک ته وويل: "هغه نوم چې په ماشومتوب کې راباندې اېښودل شوى و؛ تر اوسه مې نه هېريږي او په ځينو مواردو کې د دې لامل شوى و چې د نورو پر وړاندې د کمۍ احساس وکړم."

نوموړي زياته کړه، د ورته نومونو اېښودل په حقيقت کې د شخصيت ترور دى او تر دې چې په شخص کې د رواني ستونزې رامنځته کېدو لامل کېږي.

يو عکاس او خبريال نصير فيضي چې په ټولنه کې په نسبتاً توپيري وېښتو راښکاره کېده، وويل: "د خلکو له لوري به سخت ځورول کېدم، پر ما به يې د ببر سري، ځنګلي سري او...نومونه کېښودل."

هغه وويل: "په لومړيو کې راته ډېره ستونزمنه وه، خو وروسته يو څه عادت شوم، کله به چې بهر تلم، ټولو به د سينما په څېر راته کتل او ما به د دې لپاره چې ونه ځورېږم هيڅ لوري ته نه کتل، کور کې به هم ډېر ځورول کېدم، بهر د خلکو په کيسو کې نه وم، خو د کورنۍ غړو چلند مې د دې لامل شو چې خپل ويښته کم کړم."

د کابل پوهنتون يوه فارغ شهاب اشرف وويل، دغه موضوع اوسمهال په ټولنه کې په يوه رسم بدله شوې ده.

هغه زياته کړه: "پوهنتون کې مو که پر چا نوم نه کېښوده، هغوى به پر موږ نوم اېښوده. ما هم په ډېرو کسانو نومونه اېښودلي و؛ د بېلګې په ډول يوه هم ټولګيوال ته به مې شونډور ويل چې بيا يې راسره د غوسې له امله اړيکه پرې کړه. يوه بل ته به مو خيرن ويل، کله به مو چې په دې نامه ورته غږ کاوه رنګ به يې سور شو او خجالت کېده به او زموږ دوه نور ټولګيوال چې له يوه بل سره يې ډېره نږدې ملګرتيا وه، د هند د سينما د دوه هنرمندانو (ساوري او باوري) نومونه اېښي و."

نوموړي وويل، له دغو نومونو اېښودو يې هيڅکله هم موخه د شخصيت ترور نه و، بلکې يوازې يوه شوخي وه.

ورته مهال د پوهنتون استاد او ارواه پوه محمد ناصر حبيبي وويل، ډېره لېوالتيا، د حقارت احساس، نا سالمې سيالۍ او کينې د ورته نومونو اېښودو لامل کېږي.

ياد ارواه پوه وويل، هغه نيمګړتياوې چې په کورنيو او ښوونځيو کې شتون لري؛ د ورته ستونزې د رامنځته کېدول لامل شوې دي.

هغه له يادې ستونزې د وتلو په موخه په کورنيو کې له ورته القابو او نومونو اېښودو ډډه کول وبلل او ويې ويل چې په  ټولنه کې بايد د ناسمو نومونو اېښودل جرم وبلل شي او د شخصيت ساتلو لپاره هم بايد قانون وضع شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور