Language

په کندهار کې هم د پښتونخوا د پښتنو په ملاتړ غونډه او لاریون وشو

کندهار (پژواک، ۲۳ سلواغه ۹۶): په کندهار کې هم د پښتونخوا د پښتنو په ملاتړ احتجاجي غونډه او لاریون تر سره شو.

دغه احتجاجي غونډې او لاریونونه نن له غرمې وروسته په کندهار ښار او ډیورنډ کرښې ته څېرمه په سپين بولدک ولسوالۍ کې جوړ شوي وو چې سلګونو ځوانانو په کې ګډون کړی وو.

ځوانانو د پاکستان په خلاف، د پښتونخوا د پښتنو په ننګه او د لوی افغانستان جوړېدو شعارونه ورکول.

په کندهار کې د مدني ټولنو په استازیتوب حکمت افغان وویل، د پښتونخوا پښتنو د خپلو انساني حقونو د تر لاسه کولو غږ پورته کړی، د دې لپاره چې د کرښې د دې غاړې اوسېدونکو له هغوی سره ځان یو وجود ګڼلی وي د هغوی په ملاتړ غږ پورته کوي.

هغه ګواښ وکړ، که پاکستان د پښتنو  پر وړاندې جوړو شوو دسیسو ته دوام ورکړي، نو د پولې د دواړو غاړو پښتانه او بلوڅ قومونه به د پاکستان پر وړاندې پراخو لاریونونو ته دوام ورکړي.

یوه بل ټولنیز فعال محمد ناصر مبارز وویل، لر او بر افغانان باید سره يو موټي شي او د خپلو حقونو د تر لاسه کولو مبارې ته باید دوام ورکړي.

هغه له ولسمشر څخه هم وغوښتل چې د ډیورنډ فرضي کرښې ستونزه دې د ملګرو ملتونو له لارې حل کړي.

نوموړي د کرښې د دواړو غاړو پر پښتنو غږ وکړ چې د لوی افغانستان د ګټلو لپاره مبارزه  وکړي او تر هغو دې نه کېني چې دغه داعیه یې ګټلې نه وي.

دغه راز ګڼو نورو لاریون کوونکو هم په خپلو ویناوو کې ډيورنډ کرښه د انګرېزي ښکيلاک له لوري رامنځته شوې يوه نامنلې کرښه وبلله او دواړو غاړو ته پراته پښتانه یې یو ولس وباله.

د غونډې ګډونوالو د هېواد د ملي بيرغونو تر څنګ د پښتونستان د بیرغونو په رپولو د لوی افغانستان د داعيې د ګټلو شعارونه ورکول.

د یادونې ده چې تر دې مهاله د هېواد په ګوټ ګوټ کې د پښتونخوا د پښتنو په ملاتړ ورته غونډې او لاریونونه جوړ شوي دي.

که څه هم د کوزې پښتونخوا پښتنو په اسلام اباد کې د خپلې ازادۍ پرلت يا احتجاج په مشروط ډول پای ته ورساوه، خو ګواښ يې کړی که د پاکستان حکومت د دوى غوښتنې عملي نه کړي؛ نو شل ورځې وروسته به بيا خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

login or register a new account.

Related Topics