Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ښځې: د سولې په پروسه کې زموږ رول سمبوليک دی

ښځې: د سولې په پروسه کې زموږ رول سمبوليک دی

author avatar
18 Feb 2018 - 18:07
ښځې: د سولې په پروسه کې زموږ رول سمبوليک دی
author avatar
18 Feb 2018 - 18:07

کابل(پژواک،۲۹سلواغه۹۶): يو شمېر ښځينه فعالانو د هغه څه په اړه اندېښنه په ډاګه کړه چې دوی يې د سولې په پروسه کې د ښځو سمبوليک رول ګڼي او وايي چې په سترو پروګرامونو په ځانګړې توګه د سولې په پروسه کې ښځو ته د تصميم نيونې رول نه دی ورکړل شوی.

د " ښځې او سوله، لاسته راوړنې او ننګونې" تر نامه لاندې بحث چې ټاکل شوې ده د کاپل پروسې د دويمې ناستې په څنډه کې ترسره شي، نن ددې بحث پيليزه ناسته د بهرنيو چارو وزارت په انګړ کې د ياد شوي وزارت د سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي په مشرۍ د يوشمېر ښځينه فعالانو، دولتي چارواکو او بهرنيو هېوادونو سفيرانو په ګډون ترسره شوه.

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې فوزيې کوفي وويل چې ښځې بايد د سولې قرباني نه شي، بلکې په سترو پروګرامونو په ځانګړې توګه د سولې په پروسه کې د تصميم  نيونې رول ولري.

له بلې خوا د سولې د عالي شورا مرستيالې حبيبې سرابي هم، د سولې شورا په دننه کې د ښځو د غږ نه اورېدل، د ښځو لپاره ترټولو مهمه ننګونه وبلله او ويې ويل چې د سولې په عالي شورا کې ۱۲ښځې شتون لري چې د يادې شوې شورا په ټولو کمېټو کې فعاليت کوي.

خو نوموړې زياته کړه چې ځينې وخت د سولې عالي شورا په دننه کې، ښځو ته د شورا پرېکړې اورول کېږي، ددې پرځای چې ښځې د پرېکړې نيونې په بهير کې شتون ولري، له پرېکړې نيولو وروسته په جريان کې اچول کېږي.

د هېواد لومړۍ مېرمنې، رولاغني په يوه غږيز پيغام کې چې په نننۍ ناسته کې خپور شو وويل:" راځئ چې پوه شوو، سوله راوستل اسانه کار نه دی، موږ بايد خپلې ټولې سرچينې ددې کار په واک کې ورکړو او ښځې د سولې په پروسه کې څرګند رول لري."

نوموړې زياته کړه:" ښځې د نارينه وو په کچه د جګړو له امله زيانمنې شوې دي او له همدې امله، په سوله کې د ښځو رول هم مهم دی او ډېره خوشحاله يم چې د سولې په پروسه کې د ښځو ګډون ورځ په ورځ ډېرېږي."

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي سر منشي ځانګړي استازي تداميچي ياماماتو هم د سولې په پروسه کې د ښځو رول مهم وباله او زياته يې کړه:" ملګري ملتونه، د سولې په پروسه کې د ښځو ونډه يو مهم اصل ګڼي او ارزښت ورکوي او موږ هڅه کوو چې د سولې راوستلو لپاره خپل ټول ځواک وکاروو."

نوموړي د سولې په پروسه کې د ښځو ګډون، ددوی اساسي حق وباله او ويې ويل چې ښځې بايد د سولې د خبرو پر ميز کېني او له ټولو هغو پرېکړو څخه چې د سولې په اړه کېږي خبرې شي او د سولې د خبرو په تل کې ښکېلې واوسي.

نوموړي پردې په ټينګار سره چې د ښځو له شتونه پرته يا د هغوی په سمبوليک ګډون سره د سولې پروسه ناعادلانه ده زياته يې کړه:" بايد هڅه وشي چې د سولې په پروسه کې د ښځو په ګډون سره مخالفين و ننګوو  څو هغوی اړ شي چې د ښځو او نارينه وو لپاره برابر وضعيت ومني."

له بلې خوا د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي چې د نننۍ ناستې مشري يې هم پرغاړه وه وويل چې د سولې په پروسه کې د ښځو رول مهم دی.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.