کابل(پژواک،۲۹سلواغه۹۶): يو شمېر ښځينه فعالانو د هغه څه په اړه اندېښنه په ډاګه کړه چې دوی يې د سولې په پروسه کې د ښځو سمبوليک رول ګڼي او وايي چې په سترو پروګرامونو په ځانګړې توګه د سولې په پروسه کې ښځو ته د تصميم نيونې رول نه دی ورکړل شوی.
د " ښځې او سوله، لاسته راوړنې او ننګونې" تر نامه لاندې بحث چې ټاکل شوې ده د کاپل پروسې د دويمې ناستې په څنډه کې ترسره شي، نن ددې بحث پيليزه ناسته د بهرنيو چارو وزارت په انګړ کې د ياد شوي وزارت د سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي په مشرۍ د يوشمېر ښځينه فعالانو، دولتي چارواکو او بهرنيو هېوادونو سفيرانو په ګډون ترسره شوه.
په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې فوزيې کوفي وويل چې ښځې بايد د سولې قرباني نه شي، بلکې په سترو پروګرامونو په ځانګړې توګه د سولې په پروسه کې د تصميم نيونې رول ولري.
له بلې خوا د سولې د عالي شورا مرستيالې حبيبې سرابي هم، د سولې شورا په دننه کې د ښځو د غږ نه اورېدل، د ښځو لپاره ترټولو مهمه ننګونه وبلله او ويې ويل چې د سولې په عالي شورا کې ۱۲ښځې شتون لري چې د يادې شوې شورا په ټولو کمېټو کې فعاليت کوي.
خو نوموړې زياته کړه چې ځينې وخت د سولې عالي شورا په دننه کې، ښځو ته د شورا پرېکړې اورول کېږي، ددې پرځای چې ښځې د پرېکړې نيونې په بهير کې شتون ولري، له پرېکړې نيولو وروسته په جريان کې اچول کېږي.
د هېواد لومړۍ مېرمنې، رولاغني په يوه غږيز پيغام کې چې په نننۍ ناسته کې خپور شو وويل:" راځئ چې پوه شوو، سوله راوستل اسانه کار نه دی، موږ بايد خپلې ټولې سرچينې ددې کار په واک کې ورکړو او ښځې د سولې په پروسه کې څرګند رول لري."
نوموړې زياته کړه:" ښځې د نارينه وو په کچه د جګړو له امله زيانمنې شوې دي او له همدې امله، په سوله کې د ښځو رول هم مهم دی او ډېره خوشحاله يم چې د سولې په پروسه کې د ښځو ګډون ورځ په ورځ ډېرېږي."
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي سر منشي ځانګړي استازي تداميچي ياماماتو هم د سولې په پروسه کې د ښځو رول مهم وباله او زياته يې کړه:" ملګري ملتونه، د سولې په پروسه کې د ښځو ونډه يو مهم اصل ګڼي او ارزښت ورکوي او موږ هڅه کوو چې د سولې راوستلو لپاره خپل ټول ځواک وکاروو."
نوموړي د سولې په پروسه کې د ښځو ګډون، ددوی اساسي حق وباله او ويې ويل چې ښځې بايد د سولې د خبرو پر ميز کېني او له ټولو هغو پرېکړو څخه چې د سولې په اړه کېږي خبرې شي او د سولې د خبرو په تل کې ښکېلې واوسي.
نوموړي پردې په ټينګار سره چې د ښځو له شتونه پرته يا د هغوی په سمبوليک ګډون سره د سولې پروسه ناعادلانه ده زياته يې کړه:" بايد هڅه وشي چې د سولې په پروسه کې د ښځو په ګډون سره مخالفين و ننګوو څو هغوی اړ شي چې د ښځو او نارينه وو لپاره برابر وضعيت ومني."
له بلې خوا د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي چې د نننۍ ناستې مشري يې هم پرغاړه وه وويل چې د سولې په پروسه کې د ښځو رول مهم دی.
نوموړي زياته کړه:" سوله ، ملي موضوع ده او يوازې پر دولت او نارينه وو پورې اړه نه لري، بلکې ښځو هم په جګړه کې قرباني ورکړې ده او د سولې په راوستلو کې ددوی ونډه مهمه ده او نن مو يو شمېر ښځې رابللې څو د سولې په اړه د دوی ليد لوري ولرو چې د سولې په اړه يې نظر څه دی؟ "
نوموړي وويل چې تر راتلونکو لسو ورځو پورې به د کابل پروسې دويمه ناسته ترسره شي او زياته يې کړه چې حکومت به د يادې شوې ناستې ګډون والو ته د سولې اجماع او امنيتي خطرونو په اړه دوه سندونه وړاندې کړي او غواړي چې د دې دوو موضوعاتو په اړه يې ليد لوري ولري، څو حکومت د سولې د خونديتوب او د ګواښونو د مخنيوي په اړه له سلا مشورو سره سمه پرېکړه وکړي.
د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال وويل چې د ملي يووالي حکومت او د افغانستان ولس سوله غواړي او هڅه کوي چې افغانستان د همکارۍ سيمه و اوسي، نه د دوستو او همکارو هېوادونو د تقابل سيمه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










