ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند امنيه قوماندان: د طالبانو وروستيو تکتيکونو له ستونزو سره مخ کړي يو

د هلمند امنيه قوماندان: د طالبانو وروستيو تکتيکونو له ستونزو سره مخ کړي يو

author avatar
21 Feb 2018 - 16:36
د هلمند امنيه قوماندان: د طالبانو وروستيو تکتيکونو له ستونزو سره مخ کړي يو
author avatar
21 Feb 2018 - 16:36

لښکرګاه (پژواک،۲ کب۹۶): د هلمند امنيه قوماندان وايي چې په تېرو څو مياشتو کې وسله وال طالبان ډېر ځپل شوي، خو د طالبانو وروستيو تکتيکونو دوى له ستونزو سره مخ کړي دي.

دغه څرګندونې د هلمندامنيه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار ساپي د کب په دويمه په مرکز لښکرګاه کې د يوې خبرې غونډې پرمهال وکړې.

ده وويل چې په تېرو درېيو مياشتو کې په پرله پسې ډول په مرکزي سيمو کې عمليات روان دي چې له امله يې جګړې اوس له ښاره لرې شوې دي.

د هغه په وينا، د همدې عملياتو په ترڅ کې د نادعلي ولسوالۍ په لرو پرتو سيمو کې هم پوستې جوړې شوې دي.

ساپي وايي چې د همدې عملياتو له امله وسله وال طالبان ډېر ځپل شوي، خو وروستيو تکتيکونو يې ستونزې جوړې کړې دي.

هغه وايي: (( طالبان اوس جبهه يي جنګ نه شي کولى د شپې دوربينونه يې پيدا کړي چې په مټ يې د امنيتي سرتېرو پر وړو پوستو ډله ييز بريدونه کوي.))

نوموړى وويل چې په دغه ډول شپني بريدونو کې امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله هم اوښتې، خو د مخنيوي په موخه يې د تاسيساتو جوړول پيل شوي دي.

ساپي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د اصولو له مخې پوليس قوي او پرمختللې وسلې نه لري، نو ځکه کله نا کله ورته مرګ ژوبله اوړي.

قوماندان دا هم وويل چې امريکايي ځواکونه له دوى سره د هوايي ځواک په برخه کې مرستې کوي چې له امله يې طالبان ډېر کمزوري شوي دي.

خو بل لورته د نادعلي ولسوالۍ د ټولنيزې شورا غړي حاجي کلا خان پژواک ته وويل چې په دې ولايت کې د امنيتي ځواکونو ترمنځ اړينه همغږي شتون نه لري.

هغه زياته کړه: (( په يوې پوستې طالبان بريد وکړي د بلې پوستې سرتېري مرستې ته نه ورځي چې دا نه همغږي ده او تلفات هم له همدې امله ډېريږي.))

کلا خان د بېلګې په توګه وويل چې وړمه شپه د دوى د خپلوانو کورته څېرمه پر يوې پوستې طالبانو بريد وکړ چې تر سهار جګړه وه، خو نور ځواکونه يې مرستې ته ونه رسېدل چې له امله يې پنځه پوليس ووژل شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.