کابل (پژواک، ٣ کب ٩٦): افغانستان د روڼتيا نړيوال سازمان په کلني راپور کې د نړۍ د ١٨٠ هېوادونو له ډلې، څلورم فاسد هېواد پېژندل شوى دى.
په ٢٠١٧ کال کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د اداري فساد په اړه د روڼتيا نړيوال سازمان کلنى راپور نن خپور شو چې په کې بېلابېل هېوادونه په ١٨٠ برخو طبقه بندي شوي او افغانستان د ١٥ نومرو په اخيستلو ١٧٧ نمبر شوى دى.
په دې رده بندي کې سومالي هېواد د ٩ امتيازونو، سوېلي سوډان د ١٢ امتيازونو او سوريه د ١٤ امتيازونو په اخيستلو په ترتيب سره په لومړي، دويم او درېيم مقام کې راغلي دي.
نوى زيلاند د ٨٩ نومرو په اخيستو او ډنمارک د ٨٨ نومرو په اخيستلو سره په ترتيب دوه له فساده پاک هېوادونه پېژندل شوي دي.
افغانستان په ٢٠١٦ کال کې هم د همدې امتياز په اخيستلو يعنې ١٥ نومرو د نړۍ د ١٧٦ هېوادونو تر منځ څلورم فاسد هېواد پېژندل شوى و.
د افغانستان د روڼتيا څار سازمان اجرايي مشر سيد اکرام افضلي چې نن يې په خبري ناسته کې خبرې کولې، وويل: ((له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ملي يووالي حکومت اقدامات نا خپلواک او سياسي دي، د مدني ټولنو د پر له پسې سپارښتنو په اړه د سياسي بې تفاوتۍ پايلې د دې لامل شوې چې له اداري فساد سره مبارزه له رکود سره مخ شي.))
نوموړي وويل چې له فساد سره د مبارزې لپاره د حکومت له لوري جوړ شوي ارګانونه خپلواک نه دي او د روڼتيا له کمښت ځورېږي.
افضلي وويل: ((موږ پر دې باور يو چې د ملي يووالي حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې ډېر فرصتونه له لاسه ورکړي، خو د خپلواکو ارګانونو په رامنځته کولو او د حکومت له اوسنيو بنسټونو ملاتړ د دې شونتيا رامنځته کوي چې له اداري فساد سره مبارزه تازه او چټکه شي.))
ياد ارګان وړانديز کوي چې حکومت بايد فساد د ملي امنيت پر وړاندې ګواښ وبولي او ورسره مبارزې ته یې له نا امنۍ سره د مبارزې په څېر لومړيتوب ورکړي.
د افغانستان د روڼتيا څار بنسټ حکومت ته د دغه وړانديزونو په نورو برخو کې ويلي چې له اداري فساد سره د مبارزې د بنسټونو استقلاليت او پياوړتيا لپاره بايد افغانستان له فساد سره د مبارزې خپلواک کمېسيون رامنځته کړي، څو له فساد سره د مبارزې پر فعاليتونو، ستراتيژيکو لارښوونو، مخنيوونکو لارو، له فساد سره د مبارزې په عدلي او قضايي مرکز کې د قضيو څېړنو او له فساد سره د مبارزې په برخه کې د دولتي هڅو پر همغږۍ څارنه وکړي.
د دې ادارې په خبره، اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون کې د نړيوالو معيارونو سره سم تعديل او اطلاعاتو ته د لاسرسي خپلواک کمېسيون رامنځته کول دې د حکومت له فوري لومړيتوبونو څخه وي.
د افغانستان د روڼتيا څار وړانديز کوي چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د بنسټيز کولو لپاره افغانستان اړ دى چې يو لړ قوانين لکه له بډو اخيستلو سره مبارزه، د مفسدينو د افشا کولو ملاتړ قانون او د ټولنيز تفتيش قانون په فوري او جدي ډول په خپله کاري اجنډا کې ونيسي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP