منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:41 غ.م
ننوتل
13° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونهغړي

د روڼتيا نړيوال سازمان راپور: افغانستان د نړۍ څلورم فاسد هېواد دى

· 3 دقیقې لوستل · 276 کتنې

کابل (پژواک، ٣ کب ٩٦): افغانستان د روڼتيا نړيوال سازمان په کلني راپور کې د نړۍ د ١٨٠ هېوادونو له ډلې، څلورم فاسد هېواد پېژندل شوى دى.

په ٢٠١٧ کال کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د اداري فساد په اړه د روڼتيا نړيوال سازمان کلنى راپور نن خپور شو چې په کې بېلابېل هېوادونه په ١٨٠ برخو طبقه بندي شوي  او افغانستان د ١٥ نومرو په اخيستلو ١٧٧ نمبر شوى دى.

په دې رده بندي کې سومالي هېواد د ٩ امتيازونو، سوېلي سوډان د ١٢ امتيازونو او سوريه د ١٤ امتيازونو په اخيستلو په ترتيب سره په لومړي، دويم او درېيم مقام کې راغلي دي.

نوى زيلاند د ٨٩ نومرو په اخيستو او ډنمارک د ٨٨ نومرو په اخيستلو سره په ترتيب دوه له فساده پاک هېوادونه پېژندل شوي دي.

افغانستان په ٢٠١٦ کال کې هم د همدې امتياز په اخيستلو يعنې ١٥ نومرو د نړۍ د ١٧٦ هېوادونو تر منځ څلورم فاسد هېواد پېژندل شوى و.

د افغانستان د روڼتيا څار سازمان اجرايي مشر سيد اکرام افضلي چې نن يې په خبري ناسته کې خبرې کولې، وويل: ((له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ملي يووالي حکومت اقدامات نا خپلواک او سياسي دي، د مدني ټولنو د پر له پسې سپارښتنو په اړه د سياسي بې تفاوتۍ پايلې د دې لامل شوې چې له اداري فساد سره مبارزه له رکود سره مخ شي.))

نوموړي وويل چې له فساد سره د مبارزې لپاره د حکومت له لوري جوړ شوي ارګانونه خپلواک نه دي او د روڼتيا له کمښت ځورېږي.

افضلي وويل: ((موږ پر دې باور يو چې د ملي يووالي حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې ډېر فرصتونه له لاسه ورکړي، خو د خپلواکو ارګانونو په رامنځته کولو او د حکومت له اوسنيو بنسټونو ملاتړ د دې شونتيا رامنځته کوي چې له اداري فساد سره مبارزه تازه او چټکه شي.))

ياد ارګان وړانديز کوي چې حکومت بايد فساد د ملي امنيت پر وړاندې ګواښ وبولي او ورسره مبارزې ته یې له نا امنۍ سره د مبارزې په څېر لومړيتوب ورکړي.

د افغانستان د روڼتيا څار بنسټ حکومت ته د دغه وړانديزونو په نورو برخو کې ويلي چې له اداري فساد سره د مبارزې د بنسټونو استقلاليت او پياوړتيا لپاره بايد افغانستان له فساد سره د مبارزې خپلواک کمېسيون رامنځته کړي، څو له فساد سره د مبارزې پر فعاليتونو، ستراتيژيکو لارښوونو، مخنيوونکو لارو، له فساد سره د مبارزې په عدلي او قضايي مرکز کې د قضيو څېړنو او له فساد سره د مبارزې په برخه کې د دولتي هڅو پر همغږۍ څارنه وکړي.

د دې ادارې په خبره، اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون کې د نړيوالو معيارونو سره سم تعديل او  اطلاعاتو ته د لاسرسي خپلواک کمېسيون رامنځته کول دې د حکومت له فوري لومړيتوبونو څخه وي.

د افغانستان د روڼتيا څار وړانديز کوي چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د بنسټيز کولو لپاره افغانستان اړ دى چې يو لړ قوانين لکه له بډو اخيستلو سره مبارزه، د مفسدينو د افشا کولو ملاتړ قانون او د ټولنيز تفتيش قانون په فوري او جدي ډول په خپله کاري اجنډا کې ونيسي.

له بلې خوا د خونديتوب کمېټې د حقوقي برخې مشر عين الدين بهادري بيا افغان حکومت له فساد سره به مبارزه کې ناکام  وباله او ویې ويل چې د خپلواکو بنسټونو نشتوالى، له فساد سره د مبارزې قانون نه رعايت او د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا د قانون نه پلي کولو له امله دغه ښکارنده لا هم په افغانستان کې پر ځاى پاتې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

بهشته محمدی
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه
امنیت او جرمونه

غزني کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

امنیت او جرمونه

جوزجان کې يو کس د خپل ورور د وژنې په تور نیول شوی

امنیت او جرمونه

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۸۹ افغانان هېواد ته راستانه شول

امنیت او جرمونه

هلمند کې د څلورو انسان‌تښتوونکو نیول کېدل؛ دوه تښتولي کسان ژغورل شوي

امنیت او جرمونه

مجاهد: د جرمونو نړۍواله محکمه دې له خپل صلاحیته پورته ادعاوې نه کوي

امنیت او جرمونه

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال او د یو‌اېن‌او‌ډي‌سي مشر د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

امنیت او جرمونه

اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله وغندله

امنیت او جرمونه

کابلوف: د مسکو فارمت په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ بحث کېږي