ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګلبهار نساجي فابریکې سلګونه جریبه ځمکه غصب شوې او وسایل یې لوټ شوي

د ګلبهار نساجي فابریکې سلګونه جریبه ځمکه غصب شوې او وسایل یې لوټ شوي

author avatar
25 Feb 2018 - 16:03
د ګلبهار نساجي فابریکې سلګونه جریبه ځمکه غصب شوې او وسایل یې لوټ شوي
author avatar
25 Feb 2018 - 16:03

محمودراقي (پژواک، ٦ کب ٩٦): د کاپيسا د ګلبهار نساجي فابريکې چې يو وخت يې د اسيا په کچه توليدات درلودل، وسايل يې خرڅ شوي، د ځمکې يوه برخه يې غصب شوې او ودانۍ يې ړنګه پرته ده.

د دې فابريکې کار د کاپیسا د اول کوهستان شرکت په سيمه کې په ١٣٣٢ لمريز کال کې پیل شو او په ١٣٤٢ کې پرانيستل شوه. هغه مهال يې د ورځې د پنځوس او شپېته زره مترو تر منځ رخت توليداوه او له دوولسو زرو زياتو کسانو په کې د شپې او ورځې کار کاوه.

د دې فابريکې يو پخوانى کارکوونکى نجيب الله وايي چې دې فابريکې ته برېښنا له سروبي ورکړل شوې وه.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د فابريکې ډېرى کارکوونکي په کابل کې اوسېدل او په يو ډول ځانګړو اوږدو دولتي موټرو کې کابل ته وړل راوړل کېدل.

یاده فابريکه د هېواد د پخواني اقتصاد پوه، د اقتصاد د وزير او د افغانستان بانک د موسس عبدالمجيد زابلي په غوښتنه د صدراعظم شاه محمود خان په وخت کې جوړه شوې او د فابريکې ټول وسايل له جرمني راوړل شوي وو.

نجيب الله وايي: ((ما خپله په دې فابریکه کې کار کړی، د ورځې په اوږدو کې په زرګونه متره رخت توليدېده، هغه مهال برېښنا د تګاب، نجراب او محمودراقي له لارې د ګلبهار نساجي ته لېږدېدلې وه، ځینو کارکوونکو به له سهاره د مازديګر تر څلورو بجو پورې. ځينو له څلورو د شپې تر دوولسو او ځينو نورو بيا تر سهاره کار کاوه.))

د نوموړي په وينا، حکومت کارکوونکو ته پر معاش سربېره کوپون هم ورکاوه، کوم کارمند چې به په دې فابریکه کې کار کاوه په اقتصادي لحاظ به يې ژوند ډېر ښه و.

د باشي حضرت په نوم د کاپيسا د مرکز محمودراقي يو اوسېدونکى وايي چې د ګلبهار نساجي فابريکه کې الماني او افغاني انجنيرانو کار کاوه او بېلابېلې څانګې يې درلودې.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د رخت تر څنګ کمپلې هم په کې جوړېدې او توليدات يې د اسيا په کچه ځانګړتيا لرله.

د نوموړي په وينا، د ګلبهار نساجي فابريکې توليدات د افغانستان او ګاونډيو هېوادونو تر څنګ په اروپا کې هم مشتريان درلودل.

د کاپیسا د اول کوهستان ولسوال عبدالفتاح شفيق وايي چې دا فابريکه ملي سرمايه وه، هغه مهال يې کلني عوايد ٣٢ ميليونه ډالر وو.

هغه پژواک اژانس ته وويل کله چې په هېواد کې کورنۍ جګړې او بدبختۍ پيل شوې، د دې فابریکې چارې ټکنۍ شوې او د وخت په تېریدو سره له فعاليت څخه ولوېده.

خو شفيق وايي، په تېرو ١٧ کلونو کې چې په هېواد کې سم حکومت رامنځته شوى، هم دې فابريکې ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده شوې.

د اول کوهستان ولسوال زياتوي، که چېرې حکومت دې فابريکې ته پاملرنه کړې واى او له سره يې رغولې واى، نو حکومت به لسګونه ميليونه ډالر عوايد ترلاسه کول.

نوموړي وويل چې له ٢٠٠٦ څخه تر ٢٠١٤ زېږديز کاله پورې د ځينو ادارو له خوا لکه د ماليې، کانونو او اقتصاد وزارتونو دوه ځلې پلاوي راغلي او دا فابريکه يې کتلې ده.

د هغه په وينا، دغه راز دوه ځلې الماني پلاوي هم د خپل هېواد په استازيتوب راغلي د فابريکې په اړه يې معلومات راټول او له خپل حکومت سره يې شريک کړې دي.

ده زياته کړې: ((د حکومت او بهرني پلاوي بېرته تللي، خو تر اوسه يې له موږ سره پايله نه ده شريکه شوې چې دغه کار خلکو ته اندېښنې پيدا کړې دي.))

ولسوال وايي چې بشري توانايي او قوه شته، اړتيا هم ډېره ليدل کېږي، امکانات هم شته، اخر بيا حکومت ولې دې ملي پروژې ته پاملرنه نه کوي؟

د شفيق په وينا، پخوا د دې فابريکې د بيا فعالولو پر وړاندې ستره ستونزه د برېښنا وه، خو اوس د برېښنا ستونزه هم هواره شوې؛ ځکه چې د فابريکې تر څنګ لوى سب سټېشن جوړ شوى دى.

ده وويل چې دا فابريکه په دوه نيم زره جريبه ځمکه کې جوړه شوې، د کارکوونکو لپاره يې ٦٠٠ کورونه هم جوړ شوي وو چې اوس يې ډېرى ړنګ شوي دي.

د هغه په وينا، د فابريکې شپږ نيم سوه جريبه ځمکه د زورواکو او خلکو له خوا غصب شوې، ځينې يې پلورل شوې دي چې بايد بېرته نساجي فابريکې ته وسپارل شي.

شفيق وايي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په جنګونو کې د فابريکې پر يوه برخه هوايي بمبار هم شوى و او ړنګه شوې وه.

ولسوال زياتوي چې اوسمهال دا فابريکه يواځې څو مامورين لري چې د فابريکې اړوند د دوکانونو پيسې راټولوي نوره هېڅ اقتصادي لاسته راوړنه نه لري.

د هغه په وينا، د فابريکې ځينې وسايل په ٢٠١٢ زېږديز کال کې د اړوندو وزارتونو د پرېکړې له مخې خرڅ شوي او فابريکه تقريباً له منځه تللې ده.

د ګلبهار د نساجۍ فابريکې اوسنى مسوول مير عنايت الله وايي چې د فابريکې د بېرته فعالولو په اړه هڅې روان دي او د وزيرانو په شورا کې پرې بحث شوى دى.

هغه پژواک اژانس ته وويل، اوس مهال فابريکه فعاليت نه لري، خو ۷۵ کارکوونکي لري چې د پاتې وسايلو، ځمکو، دوکانونو ساتنه کوي او اداري چارې يې پر مخ وړي.

ده زياته کړه: ((پخوا په دې فابريکه کې کمپلې، سان، کتان، ګاز ململ او نورې ټوټې او رختونه توليدېدل چې د افغانستان تر څنګ نورو هېوادونو ته هم صادرېدل.))

د نساجۍ فابريکې مسوول مير عنايت الله وايي چې د طالبانو له واکمنۍ تر اوسه د فابريکې ۲۴۰ جريبه ځمکه غصب شوې، په دې اړه يې ولايتي ادارې او په کابل کې نورو ادارو ته مکتوبونه لېږلي خو تر اوسه کوم اقدام نه دى شوى.

د کاپيسا ولايتي شورا رييس حسين سنجني وايي چې د ګلبهار د نساجي فابريکې د بېرته فعالولو لپاره يې څو ځلې غږ پورته کړى دى.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د کاپيسا سلګونه ځوانان لوړې زده کړې لري، خو دندې او کار نه لري او بېکاره ګرځي.

د نوموړي په وينا، که چېرې دا فابريکه بېرته فعاله شي نو دغو سلګونو ځوانانو ته به د کار زمينه برابره شي، د خلکو اقتصاد به ښه او د حکومت عوايد به زيات شي.

هغه وايي، کله چې ولسمشر اشرف غني کاپيسا ته راغلى و، نو دوى ترې د ګلبهار د نساجي فابريکې د بيا رغولو غوښتنه وکړه او هغه ژمنه وکړه چې حکومت يا خصوصي سکتور به دا فابريکه بيا فعاله کړي.

د کاپيسا ولايت د مدني ټولنې رييس حاجي حشمت الله اسحق زاده وايي چې په اوسنيو شرايطو کې نه يواځې د کاپيسا، بلکې د ټول هېواد لپاره د دې فابريکې بیا فعالیت اړين دی.

هغه پژواک ته وويل چې د حکومت تر څنګ خصوصي سکتور هم په دې برخه کې همکاري وکړه، څو دا ملي پروژه بېرته پيل شي.

د کاپیسا د اول کوهستان ولسوالۍ د شرکت بازار يو اوسېدونکى حبيب الله وايي چې د شرکت ټوله سیمه د نساجي فابريکې اړونده ده، ځينې برخې د زورواکو له خوا نيول شوې او ولايتي اداره يې د بېرته راګرځولو توان نه لري.

د افغان نساجي ادارې عامل رييس عبدالقدير حميدي وايي چې په ١٣٩١ لمريز کال کې مې د ګلبهار نساجي فابريکې د بيا جوړولو وړانديز لوړپوړو چارواکو ته کړى دى.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې دا د هېواد په کچه ستره او لويه اقتصادي فابريکه وه چې بايد له سره ورغول شي.

حميدي وايي: ((زموږ په وړانديز، د وزيرانو شورا اړوند وزارتونو ته لارښوونه وکړه چې دا فابريکه بايد جوړه شي، ايسا ته يې هم وويل چې صنعتي پارکونه په کې جوړ شي، ما د دې تر څنګ د ١٧ لويو او وړو نورو فابريکونه وړانديزونه هم کړي وو.))

د نوموړي په وينا، وزارتونو په دې اړه لېوالتيا ونه ښوده، د صنعتي پارکونو په ځمکو کې حقوقي ستونزې پيدا شوې، خو تر اوسه دا موضوع نه ده هواره شوې.

د افغان نساجي ادارې عامل رييس وايي، د ګلبهار نساجي فابريکې د بيارغولو لپاره ۵۰۰ ميليونو ډالرو ته اړتيا لري، د ماليې وزارت په هڅو ځينو هندي استازو له فابريکې ليدنه وکړه، هغوى ځينو امنيتي ستونزو ته اشاره کړې وه.

حميدي وويل چې وروسته يې په ارګ کې د ازبکستان له استازو سره هم په دې اړه خبرې وکړې، هغوى هم لېوالتيا ښودلې وه، ولسمشر هم هڅه کوي چې په لويو اقتصادي پروژو کې د ګلبهار نساجي فابريکه هم راولي.

د کاپيسا د والي وياند قيس قادري وايي چې دا د هېواد په کچه لويه پروژه ده او سلګونو ميليونو ډالرو بوديجې او پانګونې ته اړتيا لري.

د هغه په وينا، ولايتي ادارې، د خلکو استازو او د دغه ولايت د اوسېدونکو لومړنۍ غوښتنه د دې فابريکې بيارغول دي او په دې برخه کې هر ډول قربانۍ او همکارۍ ته تيار دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.