Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې د ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

مزارشریف (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۳): د بلخ امنیه قومنداني وایي چې د دغه ولایت کلدار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.

د بلخ امنیې قوماندانۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «تېره شپه د بلخ ولایت د حیرتان ښارګوټي او کلدار ولسوالۍ په سړک د یوه موټرسایکل او هایلکس ډوله موټر ترمنځ ترافیکي پېښه رامنځته شوې ده.»

خبرپاڼه زیاتوي چې د یادې پېښې له امله پر موټرسایکل ناستو کسانو له ډلې یو یې مړ او بل یې شدید ټپي شوی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.