کابل (پژواک، ۸ کب ۹۶):په کابل کې يو شمېر غالۍ اوبدونکې مېرمنې د خپل کم مزد له امله شکايت کوي او وايي چې د بېوزلۍ له امله د کمې مزدورۍ په بدل کې کار کوي، خو که حکومت له دغه صنعت څخه ملاتړ وکړي، د دوی په ژوند کې به ښه والی راشي.
د کابل په ختيځ بګراميو د نساجۍ په فابريکه کې د غالۍ اوبدلو په يوه کارځای کې لږ تر لږه ۸۰ بې وزله مېرمنې کار کوي، هغوی وايي چې په هېواد کې د غاليو صنعت د ودې او پر ځان بسیاینې لپاره د مياشتې په ۵۰۰۰ افغانۍ هره ورځ اته ساعته کار کوي.
د غالۍ اوبدلو د يادې دستګاه يوې کار کوونکې زحل چې په دغه کار ځای کې له کابو څلور مياشتو راهيسې کار کوي، وويل چې د مالي ستونزو له امله اړه شوې چې غالۍ و اوبي.
نوموړې زياته کړه: "د مياشتې پنځه زره افغانۍ تنخوا لرم چې زر افغانۍ يې د ترانسپورټ لپاره او زر نورې يې د ورځني خوراک لپاره ورکوم او کمې پيسې راته پاتې کېږي."
دغه غالۍ اوبدونکې مېرمن وايي، که حکومت له دغه صنعت څخه ملاتړ وکړي، د دوی په ژوند کې به ښه والی راشي.
د نسيمې په نامه د غالۍ اوبدلو د ياد مرکز بلې کارکوونکې پژواک ته وويل، دوه مياشتې کېږي چې دلته کار کوم، نوموړې هم وويل چې يو طرفه ترانسپورټ لري او د تنخوا يوه برخه يې د غرمې ډوډۍ او ترانسپورټ لپاره لګېږي او کمه اندازه پيسې ورته پاتې کېږي.
نوموړې چې له خپل کار څخه خوښه ده وويل چې په کابو دوو مياشتو کې شپږ متره غالۍ جوړوي او نورو ښځو ته يې پيغام دا دی چې پر ځان د بسیاینې لپاره هڅه کوي.
د ياد مرکز د غالۍ اوبدونکو ځانګې مديرې راضيې سادات وويل چې د نوموړې د ستګاه روغتيايي خدمتونه د نړۍ د غالۍ اوبدلو له معياري دستګاوو سره برابر دي او د غالۍ اوبدونکو لپاره روغتيايي ستونزه نه رامنځته کوي.
نوموړې زياته کړه: "دغه ځای د کارګرو ښځو لپاره پر مياشتنۍ تنخوا سربېره، يو طرفه ترانسپورټ او د دوی د ماشومانو ساتنې لپاره وړيا وړکتون هم لري او د دوی لپاره سالم اخلاقي چاپېريال په پام کې نيول شوی او د غالۍ اوبدلو په ځای کې له ښځو پرته، سړي له اړتيا پرته د داخلېدو حق نه لري."
د افغانستان د غالۍ پلورلو د مرکز مشر سيد عباس سادات وويل چې دوی په دې لټه کې دي چې په ياده فابريکه کې د غاليو د توليد او پلورلو په وسيله، د غالۍ اوبدلو صنعت پر ودې سربېره، نړيوالو بازارونو کې د يادو غاليو په نندارې ته وړاندې کولو سره، د هغو هېوادونو لاسونه لنډ کړي چې د افغانستان له توليداتو څخه په خپل نامه ګټه پورته کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP