کابل (پژواک، ۸ کب ۹۶):په کابل کې يو شمېر غالۍ اوبدونکې مېرمنې د خپل کم مزد له امله شکايت کوي او وايي چې د بېوزلۍ له امله د کمې مزدورۍ په بدل کې کار کوي، خو که حکومت له دغه صنعت څخه ملاتړ وکړي، د دوی په ژوند کې به ښه والی راشي.
د کابل په ختيځ بګراميو د نساجۍ په فابريکه کې د غالۍ اوبدلو په يوه کارځای کې لږ تر لږه ۸۰ بې وزله مېرمنې کار کوي، هغوی وايي چې په هېواد کې د غاليو صنعت د ودې او پر ځان بسیاینې لپاره د مياشتې په ۵۰۰۰ افغانۍ هره ورځ اته ساعته کار کوي.
د غالۍ اوبدلو د يادې دستګاه يوې کار کوونکې زحل چې په دغه کار ځای کې له کابو څلور مياشتو راهيسې کار کوي، وويل چې د مالي ستونزو له امله اړه شوې چې غالۍ و اوبي.
نوموړې زياته کړه: "د مياشتې پنځه زره افغانۍ تنخوا لرم چې زر افغانۍ يې د ترانسپورټ لپاره او زر نورې يې د ورځني خوراک لپاره ورکوم او کمې پيسې راته پاتې کېږي."
دغه غالۍ اوبدونکې مېرمن وايي، که حکومت له دغه صنعت څخه ملاتړ وکړي، د دوی په ژوند کې به ښه والی راشي.
د نسيمې په نامه د غالۍ اوبدلو د ياد مرکز بلې کارکوونکې پژواک ته وويل، دوه مياشتې کېږي چې دلته کار کوم، نوموړې هم وويل چې يو طرفه ترانسپورټ لري او د تنخوا يوه برخه يې د غرمې ډوډۍ او ترانسپورټ لپاره لګېږي او کمه اندازه پيسې ورته پاتې کېږي.
نوموړې چې له خپل کار څخه خوښه ده وويل چې په کابو دوو مياشتو کې شپږ متره غالۍ جوړوي او نورو ښځو ته يې پيغام دا دی چې پر ځان د بسیاینې لپاره هڅه کوي.
د ياد مرکز د غالۍ اوبدونکو ځانګې مديرې راضيې سادات وويل چې د نوموړې د ستګاه روغتيايي خدمتونه د نړۍ د غالۍ اوبدلو له معياري دستګاوو سره برابر دي او د غالۍ اوبدونکو لپاره روغتيايي ستونزه نه رامنځته کوي.
نوموړې زياته کړه: "دغه ځای د کارګرو ښځو لپاره پر مياشتنۍ تنخوا سربېره، يو طرفه ترانسپورټ او د دوی د ماشومانو ساتنې لپاره وړيا وړکتون هم لري او د دوی لپاره سالم اخلاقي چاپېريال په پام کې نيول شوی او د غالۍ اوبدلو په ځای کې له ښځو پرته، سړي له اړتيا پرته د داخلېدو حق نه لري."
د افغانستان د غالۍ پلورلو د مرکز مشر سيد عباس سادات وويل چې دوی په دې لټه کې دي چې په ياده فابريکه کې د غاليو د توليد او پلورلو په وسيله، د غالۍ اوبدلو صنعت پر ودې سربېره، نړيوالو بازارونو کې د يادو غاليو په نندارې ته وړاندې کولو سره، د هغو هېوادونو لاسونه لنډ کړي چې د افغانستان له توليداتو څخه په خپل نامه ګټه پورته کوي.
د سادات د معلوماتو له مخې، په ياده فابريکه کې د پاک کارۍ، د پشم توږل، د غاليو اوبدل، رنګ ريزي کول، طراحي او ډيزاين، مينځل او پلورلو په شمول ټولې اسانتياوې شتون لري او اوسمهال په ياده فابريکه کې د غالۍ اوبدلو په برخه کې کابو ۸۰ ښځې کار کوي او تر څو نورو اوونيو پورې به دغه شمېر ۵۰۰ تنو ته لوړ شي.
نوموړي په ډاګه کړه، هغوى چې دغه غالۍ په لندن او نړيوالو بازارونو کې نندارې ته وړاندې کوي، زيات پېرونکي يې بهرنيان او په هېواد دننه بيا لوړ پوړي چارواکي دي.
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د خصوصي سکتور او صنايعو د پراختيا مرستيال فيروزخان مسجدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې وزارت د غالۍ اوبدنې له ټولو هغو مرکزونو ملاتړ کوي چې د غاليو صنعت په اډانه کې په معياري ډول کار کوي.
نوموړي زياته کړه چې د غالۍ اوبدنې صنعت د هېواد له عمده صادراتي او اقتصادي سکتورونو څخه دى، له همدې امله د غالۍ اوبدنې مرکزونه ارزول کېږي، څو له مرکزونو سره په هغه څه کې مرسته وکړي چې د حکومت اړوندېږي.
هغه هيله څرګنده کړه چې د دې ډول غاليو توليد چې نننۍ نړۍ يې غوښتنه لري، د هېواد د اقتصاد لپاره ګټور دى: ((موږ هڅه کوو چې نړيوالو نندارتونونو کې افغاني غالۍ نندارې ته وړاندې کړو، څو نور استفاده کوونکي هېوادونه لکه پاکستان ونه شي کولى افغاني غالۍ پر خپل نامه وپلوري.))
د نوموړي په خبره، تر دې وړاندې يې د ستونزو په سبب غالۍ د خپل هېواد پر ځاى پاکستان کې بشپړولې او وروسته د پاکستانۍ په نامه نړيوالو بازارونو ته وړاندې کېدې، خو اوسمهال د غالۍ اوبدونکو ټولنې په همکارۍ دغه ستونزې ته حل لاره موندل کېږي.
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د خصوصي سکتور د پراختيا مرستيال څرګنده کړه چې د غالۍ اوبدنې صنعيت لا ډېرې پانګونې ته اړتيا لري او هيله ده چې پانګه وال به دې برخې ته پاملرنه وکړي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










