Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

​اروپايي ټولنه:د افغان سولې له نوې طرحې څخه ملاتړ کوو

کابل(پژواک،۹کب۹۶): اروپايي ټولنه د افغانستان د سولې له نوې طرحې څخه په ملاتړ سره وايي چې دافغانستان د جګړې د ختمېدو پر سياسي حل باور لري او له عملي کېدو څخه يې ملاتړ کوي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازندويه دفتر، پژواک خبري اژانس ته د يوې خبرپاڼې په رالېږلو سره ويلي چې دغه موضوع  يې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په حواله بيان کړې ده.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبيا ويلي چې نوموړې ټولنې د کابل پروسې په دويم کنفرانس کې د افغان ولسمشر له طرحې او وړانديز څخه ملاتړ کوي.

نوموړي د کابل پروسې ناستې په څنګډه کې خبريالانو ته وويل:

په ياده شوې ناسته کې د افغان ولسمشر ويڼا هړ اړخيزه وه او د نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه اروپايي ټولنې له خوا يې ملاتړ وشو."

کوبيا وويل،اروپايي ټولنه هغه درد او کړاو درکوي چې د جګړې دوام له امله يې د افغانستان خلک ګالي او زياته يې کړه:"د اروپايي ټولنې په باور د افغانستان جګړه سياسي حل لاره لري او له پوځي فعاليتونو سره هممهاله بايد د سولې دروازه هم پرانيستې وي."

د نوموړي په وينا د کابل پروسې دويمه ناسته، د سولې لپاره يوه لار نفشه ښکاري او اروپايي ټولنه يې په خپل نوبت سره تعقيبوي.

د اروپايي ټولنې دغه لوړو پوړي چارواکو طالب ډلو ته وړانديز وکړ چې د کابل پروسې په دويمه ناسته کې د سولې خبرو اترو پيلولو لپاره له شته موکې څخه دې ګټه پورته کړي.

کوبيا وويل چې اروپايي ټولنه په افغانسان کې د سولې لپاره لاره پرانيستې ويني او هيله يې په ډاګه کړه چې له دې لارې څخه ګټه واخيستل شي.

رولاند کوبيا وويل:" اروپايي ټولنه په افغانستان کې د سولې له بهير څخه په کلکه ملاتړ کوي او موخه يې يوازې داده چې له افغانستان سره پراخې سوداګريزې او دوستانه اړيکې ولري."

ولسمشر محمد اشرف غني نن په ياده شوې ناسته کې چې په ارګ کې د ۲۵هېوادونو او څو نړيوالو سازمانونو د استازو په شتون سره ترسره شوه، د سولې طرحې نوې لار نقشه مطرح کړه او ويې ويل چې افغان دولت غواړي له طالبانو سره له وار مخکې شرط پرته اور بند وکړي او سربېره پردې چې طالبان د يوه سياسي ګوند په توګه په رسميت پېژني، ددوی له استازو سره هرچېرې چې دوی غواړي د سولې خبرې وکړي.

له قانوني لارو څخه د اساسي قانون د تعديل، د طالب بنديانو ازادول او له نړيوال تور ليست څخه ددغې ډلې د مشرانو د نومونو لرې کول هغه نور مهم موارد دي چې د ولسمشر له خوا په وړاندې شوې طرحه کې راغلي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.