کابل (پژواک، ١٣ کب ٩٦): د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشر وايي چې د بشري حقونو د مدافعينو پر مخالفت سربېره هم په هېواد کې په پراخ ډول د بکارت ازمايښتونه ترسره کېږي.
سيما سمر دغه موضوع پرون په کابل کې تر (د نسايي قربانيانو لپاره عدالت) نوم لاندې جوړې شوې ناستې ته بيان کړه.
هغې وويل: ((د بشري حقونو مدافعينو پر مخالفت سربېره هم د بکارت ازمايښت په افغانستان کې په پراخه اندازه ترسره کېږي. دا ازمايښت په روغتونونو کې هغه مهال ترسره کېږي چې پوليس د نجونو او هلکانو تر منځ د جنسي اړيکې پر شتون شک وکړي.))
سمر زياته کړه: ((کله چې يوه نجلۍ او هلک چېرته يو ځاى وليدل شي، پوليس د دې لپاره چې تر منځ يې د نامشروع جنسي اړيکو نه لرلو په اړه ډاډمن شي، دوى روغتون ته بیايي، روغتون د بکارت معاينات ترسره کوي، د څرنګوالي په اړه يې پوليسو ته راپور ورکوي، که د معاينې پايله مثبت وي، بيا يې زندان ته استوي.))
د بشري حقونو کمېسيون مشرې زياته کړه: ((د نجونو د بکارت معاينه وحشتناک جنسي ازار، د انساني او بشري کرامت تر پښو لاندې کول دي.))
سمر په دې برخه کې د پوهاوي د ټيټې کچې شتون په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل: ((د افغانستان په ښوونځيو کې د ښوونې او روزنې کيفيت ډېر کمزورى دى، بايد ټول نسايي- ولادي مسايل په درسي نصاب کې ځاى پر ځاى شي، څو په دې برخه کې د خلکو ذهنيت بدلون ومومي او فکري روښانتيا رامنځته شي.))
هغه وويل: ((د بکارت ازمايښت له منعه کولو څخه مو موخه دا نه ده چې بد اخلاقي دود کړو، بلکې غواړو چې خونديتوب او انساني ازادي رامنځته کړو.))
د کابل رابعه بلخي روغتون د زېږون او ښځو متخصصې ډاکترې ګلالۍ خليلزي وويل: ((د بکارت پردې نشتوالى د جنسي اړيکو پر شتون دلالت نه کوي؛ ځکه چې په ځينو مواردو کې ليدل شوي چې د بکارت پرده په طبيعي ډول شتون نه لري.))
د ناستې په ترڅ کې له افغانستان ښځو د ملاتړ موسسې (Medical login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP