منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۴ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بشري حقونو کمېسيون مشرې د بکارت ازماينې پر دوام اندېښنه وښوده

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۰ کتنې

کابل (پژواک، ١٣ کب ٩٦): د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشر وايي چې د بشري حقونو د مدافعينو پر مخالفت سربېره هم په هېواد کې په پراخ ډول د بکارت ازمايښتونه ترسره کېږي.

سيما سمر دغه موضوع پرون په کابل کې تر (د نسايي قربانيانو لپاره عدالت) نوم لاندې جوړې شوې ناستې ته بيان کړه.

هغې وويل: ((د بشري حقونو مدافعينو پر مخالفت سربېره هم د بکارت ازمايښت په افغانستان کې په پراخه اندازه ترسره کېږي. دا ازمايښت په روغتونونو کې هغه مهال ترسره کېږي چې پوليس د نجونو او هلکانو تر منځ د جنسي اړيکې پر شتون شک وکړي.))

سمر زياته کړه: ((کله چې يوه نجلۍ او هلک چېرته يو ځاى وليدل شي، پوليس د دې لپاره چې تر منځ يې د نامشروع جنسي اړيکو نه لرلو په اړه ډاډمن شي، دوى روغتون ته بیايي، روغتون د بکارت معاينات ترسره کوي، د څرنګوالي په اړه يې پوليسو ته راپور ورکوي، که د معاينې پايله مثبت وي، بيا يې زندان ته استوي.))

د بشري حقونو کمېسيون مشرې زياته کړه: ((د نجونو د بکارت معاينه وحشتناک جنسي ازار، د انساني او بشري کرامت تر پښو لاندې کول دي.))

سمر په دې برخه کې د پوهاوي د ټيټې کچې شتون په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل: ((د افغانستان په ښوونځيو کې د ښوونې او روزنې کيفيت ډېر کمزورى دى، بايد ټول نسايي- ولادي مسايل په درسي نصاب کې ځاى پر ځاى شي، څو په دې برخه کې د خلکو ذهنيت بدلون ومومي او فکري روښانتيا رامنځته شي.))

هغه وويل: ((د بکارت ازمايښت له منعه کولو څخه مو موخه دا نه ده چې بد اخلاقي دود کړو، بلکې غواړو چې خونديتوب او انساني ازادي رامنځته کړو.))

د کابل رابعه بلخي روغتون د زېږون او ښځو متخصصې ډاکترې ګلالۍ خليلزي وويل: ((د بکارت پردې نشتوالى د جنسي اړيکو پر شتون دلالت نه کوي؛ ځکه چې په ځينو مواردو کې ليدل شوي چې د بکارت پرده په طبيعي ډول شتون نه لري.))

د ناستې په ترڅ کې له افغانستان ښځو د ملاتړ موسسې (Medical Afghanistan ) هم په افغانستان کې د بکارت ازمايښت د پايلو په اړه خپلې موندنې وړاندې کړې.

د يادې ادارې مشر حميرا امين رسول وويل چې تېر زېږديز کال (٢٠١٧) د دغه بنسټ وکيلانو د څه باندې ٤٠ هغو نجونو وکالت پر غاړه اخيستى و چې په کابل، مزار شريف او هرات کې په جبري ډول د بکارت ازمايښت ته اړې شوې وې.

هغې زياته کړه: ((احتمال لري چې د بکارت د جبري ازمايښت شمېرې ډېرې وي؛ ځکه چې يو شمېر ښځې حاضرې نه دي چې په دې اړه خبرې وکړي.))

حميرا امين رسول د دې ډول ازمايښتونو د پايلو په اړه وويل: ((پر نجونو د دې ډول ازمايښت لپاره فشار راوړل د هغوى روحيې ته جدي زيان رسوي، په ورته وخت کې که پايله منفي وي، ځينې يې وژل کېږي، طلاق ورکول کېږي او يا هم يو شمېر د عمر تر پايه په کور کې زنداني شي.))

ټاکل شوې چې په دې ناسته کې چې د ښځو د څه باندې ١٠٠ مدافعانو په ګډون جوړه شوې، د نجونو د بکارت پردې د معايناتو له اړخه پر را پيدا شوو ستونزو بحث او خبرې وشي او تر څنګ يې حل لارې ولټول شي.

د بشري حقونو کمېسيون د مشر په خبره د مخنيوي يوه قانوني او موثره لاره يې دا ده چې د بکارت ازمايښت د مخنيوي په موخه د افغانستان جزايي کوډ تعديل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې