کندهار ښار (پژواک، ٣ وری ۹۷): د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ مشر جنرال ډنفورډ او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن تېره ورځ (د وري په دویمه) مازدیګر ناوخته کندهار ته سفر وکړ.
دغو دوو چارواکو د کندهار له والي زلمي ویسا سره د دغه ولایت پر امنیت، اقتصاد، پوهنې، کرنې او نورو برخو خبرې وکړې.
د کندهار والي زلمي ويسا د دغې لیدنې پر مهال د امريکا د پوځ له مشر څخه وغوښتل چې هېواد دې يې په دغه ولایت کې د پوهنې، روغتیا او کرنې په برخو کې مرستې وکړي.
هغه زیاته کړه، د کندهار د لرو سيمو اوسېدونکي د ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو له کمښت سره مخ دي او په دغو برخو کې پوره خدماتو ته لاسرسی نه لري.
ويسا په کندهار کې د کرنې لپاره د اوبو د کمښت ستونزه هم ياده کړه او غوښتنه يې وکړه چې د امريکا متحده ایالات دې په دغه ولایت کې د اوبو د بندونو په جوړولو او د کروندګرو حاصلاتو ته په بازار موندنه کې مرسته وکړي.
نوموړي دغه راز د برېښنا د کمښت ستونزه هم یاده کړه او په دې برخه کې یې هم د مرستې غوښتنه وکړه.
والي د دې تر څنګ له امنیتي ځواکونو سره د امريکا د متحده ایالاتو مرستې ګټورې وبللې او د هغو پر دوام يې ټينګار وکړ.
د امريکا د متحده ایالاتو د پوځ مشر جنرال ډنفورډ ډاډ ورکړ چې هېواد به يې په بېلابېلو برخو کې له کندهار سره مرستې وکړي.
هغه زیاته کړه، هېواد به يې له افغانستان سره د نظامي مرستو تر څنګ خپلو نورو مرستو ته هم دوام ورکړي.
نوموړي یادونه وکړه چې په کندهار کې به د پوهنې، روغتيا، کرنې او نورو پرمختيايي برخو کې ځانګړې مرستې وشي.
login or register a new account.