ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون کې افغان محصلینو کلتوري اوونۍ ونماځله

author avatar
28 Mar 2018 - 21:44
author avatar
28 Mar 2018 - 21:44

اسلام اباد ( پژواک، ۸ وری ۹۷) : د پاکستان پلازمینه اسلام اباد کې د نړیوال اسلامي پوهنتون انګړ کې جوړ شوي کلتوري نندارتون کې د افغانانو په ګډون د شا او خوا  شلو هېوادونو محصلینو برخه واخیسته.

 یاد کلتوري نندارتون چې هر کال د اسلامي پوهنتون د ادارې لخوا جوړیږي، افغان محصلین پکې پراخه ونډه اخلي او خپل کلتور او تاریخ نندارې ته وړاندې کوي.

ددغه یو ورځني نندارتون په پرانیست غونډه کې د چین، مصر، یوګانډا، صومالیه، کینیا او افغانستان سفیرانو او ډیپلوماتانو ګډون کړي وو.

 د افغانستان په استازیتوب په اسلام اباد کې مرستیال افغان سفیر زردشت شمس، دکلتوري اتشې مسؤل عبدالرحمن حبیبزوی او یو شمېر نورو ډیپلوماتانو برخه اخیستې وه.

افغان محصلینو پخپل کلتوري نندارتون کې د لرغونو تاریخي اثارو تر څنګ د افغان لیکوالانو په لاس لیکل شوي کتابونه، تاریخي څلي، افغاني خواړه، افغاني وچه مېوه، افغاني لباس، لرغونې ډبرې، لاسي صنایع او د افغاني کلیوال ژوند ژوندۍ بېلګې نندارې ته وړاندې کړې.

افغان محصلین چې افغاني لباس یې پرتن او شملورې لونګۍ یې پر سرونو وي په زیات شوق او سیالۍ سره په یاد نندارتون کې ګډون کوي، ملي سرود ږغوي، دافغانستان بیرغ ځای ځای نصبوي او د اتڼ په کړیو کې برخه اخلي.

له افغاني نندارتون څخه د لېدنې پرمهال د چين، صومالیه، مصر، یوګانډا، او کینیا هېوادونو سفیرانو او ډيپلوماتانو دافغانستان کلتور دروند او لرغونۍ وباله او نړیوالو ته په ښه ور پېژندنه کې یې نړیوال اسلامي پوهنتون کې د افغان محصلینو هڅې وستایلې.

افغان مرستیال سفیر زردشت شمس هم په خپله فېسبوک پاڼه کې دافغان محصلینو په هڅو د جوړشوي نندارتون ستاینه داسې کړې ده. (د نړیوا اسلامي پوهنتون د کلتوري اونۍ د نمانځنې په ننني محفل کې د تل په څېر زموږ محصلینو د خپل کلتور د معرفۍ په برخه کې زیات زحمت ایستۍ وو، کور ودانۍ ورته وایم او لومړي مقام ګټلو ته یې هیله مند یم).

نړیوال اسلامي پوهنتون کې د افغان محصلینو د اتحادیې مشر نصیراحمد درانی وايي چې د ورته نندارتونونو په مرسته نه یواځې خپل کلتور او فرهنګ تر نړیوالو رسوي بلکه خپل ځوان نسل له خپل ویاړلي فرهنګ سره اشنا کوي.

هغه پژواک اژانس ته وویل، “یواځې هغه هېوادونه پرمختګ کولی شي څوک چې خپل هویت او کلتور ژوندۍ وساتي، هغه چې له نورو تقلید کوي همېش د پردیو ښکار شوي دي”.

د ژرنالېزم د پوهنځي محصل خالدالرحمن مطمين بیا وايي چې ورته غونډې او نندارتونونه د یوې ژبې، کلتور او تاریخ په ژوندي ساتلو کې خورا مهم رول لوبوي.

نوموړي له افغان محصلینو وغوښتل چې په راتلونکې کې هم په ورته نړیوالو نندارتونو کې دخپل لرغوني، ټولمنلي او دروند کلتور ښه وړاندوینه وکړي.

د شرعیاتو او قانون پوهنځي څخه فارغ محمدفهیم عثمان پژواک وویل:  “افغانستان د ټولې نړۍ او په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو تر کلتوري او فرهنګي یرغل لاندې ده چې له بده مرغه نوی نسل یې له خپل لرغوني او مقدس کلتور څخه پردۍ کړی”.

نوموړي زیاته کړه چې د ورته نندارتونونو په مرسته کولیشو ځوان نسل له خپل کلتور او فرهنګ سره اشنا کړو  او همدارنګه د پردي کلتور د رایج کېدو مخه ډب کړو.

د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصل حضرت الله احساني کلتور او فرهنګ د یوې ټولنې د ملاتیر وباله او زیاته یې کړه، “کلتور او فرهنګ نړیوالو ته د یو ملت په نشتون کې د دوۍ استازیتوب کوي، افغانانو تر بل هر وخت زیات د دې جوګه شوي تر څو نړیوالو ته د خپل دروند فرهنګ استازیتوب په ښه شکل سره وکړي”.

که څه هم پاکستان کې خراب امنیتي وضعیت په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د کلتوري اونۍ نمانځنې تر دېره کمرنګه کړې وې، خو سږکال تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې په خورا شانداره مراسمو کې ونمانځل شوه.

د دغه نندارتون په پای کې د پوهنتون د ادارې لخوا د کلتوري نندارتون چمتووالۍ ارزول کیږي او له مخې یې لومړۍ، دویم او دریم مقام ګټونکي اعلانیږي.

هېره دې نه وي چې په تېرو شپږو کالو کې افغان محصلینو په مسلسله توګه ورته کلتوري اونیو کې لومړی مقام ترلاسه کړی او د پوهنتون د ادارې لخوا په نغدي جایزو او ستاینلیکونو نازول شوي دي.

اسلامي پوهنتون کې د افغان محصلینو د اتحادیې مشر نصیراحمد دراني هیله څرګنده کړه چې سږکال به هم د تېرو کلونو په څېر په یاد کلتوري نندارتون کې لومړی مقام ترلاسه کوي.

نړیوال اسلامي پوهنتون په نولس سوه اتیایمو کلونو کې جوړ شوی چې هر کال له مختلفو پوهنځیو څخه لسګونه افغان محصلین فارغوي.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.