ګردېز(پژواک،١٢ورى٩٧): ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د ولسي جرګې د ټاکنو د تر سره کېدو لپاره تدابير نيول شوي او ياد انتخابات به په اعلان شوې نېټه تر سره شي.
دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني نن د پکتيا ولايت مرکز ګردېز کې د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې وکړې.
ولسمشر د خپل سفر په لومړۍ ورځ د دې ولايت له مشرانو، ځوانانو او مېرمنو سره په ګډه ناسته کې په بېلابېلو اقتصادي، سياسي او امنيتي مسايلو خبرې وکړې.
غني په خپل وخت د رڼو ټاکنو د تر سره کېدو ژمنه وکړه او ويې ويل چې د ولسي جرګې د ټاکنو د تر سره کېدو لپاره تدابير نيول شوي او ياد انتخابات به په اعلان شوې نېټه تر سره شي.
جمهور رييس له خلکو وغوښتل چې په ټاکنو کې برخه واخلي او د ښه راتلونکي لپاره وړ کسانو ته رايه ورکړي.
نوموړي وويل: ((۱۳۹۷ کال کې به د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې کيږي او شفافې ټاکنې به کيږي. په ټاکنو کې مو ګډون غواړم؛ ځکه چې په دې باندې بايد افغانان ثابته کړي چې موږ خپل اساسي قانون ته ژمن یو.))
ولسمشر غني د جمهوري رياست ټاکنې هم يادې کړې او ويې ويل چې راتلونکي ۱۳۹۸ کال کې به د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې هم تر سره شي.
اشرف غني د خلکو په يووالي او اتحاد ټينګار وکړ او ويې ويل:((په اساسي قانون کې د ټولو افغانانو هيلې تر سره کیږي؛ يو بل سره په مينه او اعتماد دا ولس جوړولی شو؛ هېڅ افغان له بل زيات يا کم نه دی.))
اشرف غني همدارنګه د سولې په مسئله ډېر تمرکز او ټينګار وکړ او له قومي مشرانو يې وغوښتل چې په ولس کې د سولې لپاره کار وکړي.
غني وويل چې وسله والو ته يې د سولې لپاره بې ساری وړانديز کړی او تر دې وروسته د جګړې او د خلکو وژنه بې دليله د ټول افغان ملت څرګنده دښمني ده.
دی وايي: ((سوله ولسي کړئ، ولې وينه توييږي؟ پس له دې که هر څوک وينه تويوي، د خدای او ولس مخالفت کوي او له تاسو هر يوه غواړم چې د سولې لپاره ولسي فشار راوړئ.))
جمهور رييس غني د امنيتي حالت په ښه کېدو هم تاکيد وکړ او ويې ويل چې روان حالت ورته د منلو نه دی او د ښه والي لپاره يې جدي هڅې کوي.
login or register a new account.